افغانستانمهم خبرونهنړۍ

ملګرو ملتونو په ښځو دمنظم جبر له امله دطالبانو غندنه کړې ده

دملګرو ملتونو دبشري حقونو مشرې په افغانستان کې په ښځو او جينکو د داداره جاتي منظم ظلم کولو غندنه کړې او خبردارى يې ورکړى چې هغوي ديو سخت وضعيت سره مخ دى.
په جنيوا کې دملګرو ملتونو دبشري حقونو کونسل ته مشيل بېچليټ وويل تيرکال داګست په مياشت کې په افغانستان کې دطالبانو واکمنيدو وروستو افغانان ديو کهول ترټولو دتورو شېبو له تجربې څخه تيريږي.
هغې په ځانګړې توګه دطالبانو له قبضې وروستو دصنفي تفريق غندنه کړې ده، دهاغو ژمنو باوجود چې د1996ء څخه 2001ء پورې دخپل واک دلمړي پړاؤ دسختې اسلامي واکمنۍ برعکس به نرمي خپلوي، په ګڼ شمير کې بنديزونه له وړاندې څخه پځايې کړى شويدي.
له ثانوي ښوونځيو څخه په لسګونو زره جينکۍ بهر کړى شويدي، ښځې په حکومتي چوکو له روزګار څخه منعې کړى شويدي،همدغه راز ښځې له يواځې سفر کولو څخه ه منعې کړى شويدي او ولسي باغونو او پارکونو ته يواځې په ځانګړو ورځو کې دورتللو اجازه ورکړى شوې ده، همدغه راز هغوي ته په ولسي ځايونو کې دمخونو پټولو امر هم شويدى.
بېچليټ ، چې دتير مارچ په مياشت کې يې دافغانستان سفر کړى، دهاغو ښځو سره يې دليدنې احوال بيان کړى چې دناقابل تصور چيلنجونو باوجود دخپلو حقونو غوښتنه کوي او ويلي يې دي چې دهغوي وضعيت ډير سخت دى.
دبشري حقونو لپاره دملګرو ملتونو هايي کمشنرې وويل پريږدئ چې سپينه يې کړم، مونږ چې نن په افغانستان کې دڅه شاهدان يو هغه په ښځو اداره جاتي منظم جبر دى او په دې خبره يې ټينګار کړى چې دښځو دتګ په ازدۍ لګول شوي محدوديتونه دهغوي دژوند په خواوشا ټولو اړخونو منفې اغيزې کوي چې پکې دښځو او دهغوي دبچو دروغتيا خدماتو، معاشي او بشري مرستې پورې رسد شامل دى

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button