پاکستانمهم خبرونهنړۍ

ايي ايم ايف وايي پاکستان څخه يې دانرژۍ په معاهدو دبيا مذاکراتو غوښتنه نه ده کړې

د بين المللي  مالياتي فنډ( ايي ايم ايف) استازي ايستهر پيريز رويز سپينه کړې ده چې  ايي ايم ايف  پاکستان ته دپاکستان او چين داقتصادي راهدارۍ( سي پيک) لاندې  دترسره شوو انرژۍ  په معاهدو  دبيا خبرو وينا نه ده کړې.

 تيره اوونۍ دانګريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټربيون  په راپور کې ويل شوي وو چې  ايي ايم ايف پاکستان ته ويلي  چې  چين ته دې دپاور پلانټونو دخواوشا 300 اربه روپو دادايګۍ څخه دمخه  دسي پيک لاندې دانرژۍ  په معاهده بيا خبرې وکړي.

په دغه راپور کې  دسرچينو له قوله ويل شوي وو ايي ايم ايف شک لري چي چيني ايي پي پيز( انډېپنډنټ پاور پلانټونه) له پاکستان څخه زياته ادايګي ترلاسه کوي  او ددغو معاهدو بيا دسره دجاج اخستو ضرورت دى.

دډان نيوز له مخې دايستهر پيريز رويز له لوري جاري کړى شوي بيان کې ويل شويدي  چې “ايي ايم ايف  پاکستان ته دسي پيک ايي پي پي په معاهدو  دبيا مذکراتو لپاره وينا نه ده کړې او دغه دعوې بيخي غلط دي، ددې برعکس ايي ايم ايف دانرژۍ دڅانګې  عملدارۍ پځايې کولو لپاره دحکومت دګڼ اړخيزه تګلارې ملاتړ کوي  دکوم لاندې چې حکومت، پاور پروډيوسرانو او صارفينو په ګډون  په ټولو سټيک هولډرانو دعملدارۍ  دبحالۍ بوج ويشل کيږي. “

 دايي ايم ايف له لوري دغه بيان په داسې حال کې مخې ته راغلى چې  چې  حکومت داپريل دمياشتې راهسې دځنډ ښکار شپږو اربو ډالرو دقرضې اسانتيا دبيا پيلولو په  هيله دايي ايم ايف دغوښتنو دپوره کولو هڅه کوي  دکوم لاندې چې  په تيرو 20و ورځو کې په هيواد کې  دپيټرولو په نرخ کې د80ؤ روپو څخه زياته اضافه شوې ده په کوم چې د ولس له لوري دغم او غصې څرګندونه کولى شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button