پاکستانمهم خبرونه

عمران خان زيات دولت لري که شهبازشريف؟دټاکنو کميسيون تفصيلات جاري کړل

دټاکنو کميسيون دقامي اسمبلۍ، سينيټ او څلورو واړو صوبايي اسمبليو دغړو د30م جون 2020م پورې دپنګو تفصيلات جاري کړيدي دکوم له مخ ېچې دتحريک انصاف مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان دملکيت مجموعي حجم 30م جون 2020م پورې 14 کروړه،21 لکه ،19 زره او 167 روپۍ ؤ.
بل اړخ ته هم تر دغې نېټې پورې په دموجوده وزيراعظم شهبازشريف دمجموعي پنګو حجم 24 کروړه،50 لکه روپو څخه زيات دى.
داليکشن کميشن دراپور له مخې وزيراعظم شهبازشريف دمالي کال 2019-20م په مهال د14ؤ کروړو روپو څخه زياته قرضه هم ترلاسه کړې ده.
دوزيراعظم شهبازشريف سره دوه ګاډي دي او په بينک کې دهغه په نوم ددوه کروړه روپو پېسې موجودې دي،له هيواده بهر دهغه دپنګو ماليت 14 کروړه روپۍ دى.
وزيراعظ شهبازشريف دټاکنو کميسيون سره دخپلو دوو کورودانو نصرت شهباز او تهمينه دراني دپنګو تفصيلات هم جمع کړيدي او پخواني وزيراعظم عمران خان هم دخپلې کورودانې بشري بي بي دپنګو جزئيات ورکړيدي.
دټاکنو کميسيون سره جمع کړى شوو جزياتو کې عمران خان داسلام اباد په شاهراه دستور ديو فليټ لپاره ديو کروړه 19 لکه روپو سرمايه کاري هم څرګنده کړې ده،همدغه راز دلاهور زمان پارک، بهکر او ميانوالي کې يې جايدادونه مېرث او داسلام اباد په بني ګاله کې 300 کناله کور هم يوه تحفه څرګنده کړې ده.
دتحريک انصاف دچيرمين داسلام اباد بليو سيمه کې په يو بينک کې دخپلو څلورو بهرنيو اکاؤنټونو يادونه هم کړې ده چې پکې 518 پاونډونه او درې لکه 29 زره امريکايي ډالر پراته دي، په پاکستاني روپو کې ددې بيلنک بيلنس يو کروړ،19 لکه او 70 زره روپۍ دي.
عمران خان پخپلو پنګو کې ددوه لکه روپو څلور چيلۍ هم څرګندې کړيدي او دهغه سره دپينځه لکه روپو فرنيچر هم دى.
ددې ترڅنګ دعمران خان ملګري او پخواني وفاقي وزير مراد سعيد سره يواځې يو ګاډى او 15 تولې سره زر دي، دهغه سره 30 لکه روپۍ هم دي.
دپيپلز پارټۍ مشر او خارجه وزير بلاول بوټو زرداري سره يو ارب ،60 کروړه روپۍ دي او دهغه په ذمه 3 لکه،34 زره روپۍ ادا کول دي.
همدغه راز پخوانى صدر اصف علي زرداري د71 کروړه او 42 لکه روپو څخه دزياتو پنګو مالک دى او اصف زرداري بهر هيڅ کاروبار نه لري.
دخېبرپښتونخوا سره تعلق لرونکي پخوانى ددفاع وزير پرويز خټک د16 کروړه روپو دماليت دجايدادونو مالک دى او دهغه سره 53 تولې سره زر او نغدې درې کروړه روپو څخه زياتې پېسې دي.
همدغه راز دپښتونخوا سره تعلق لرونکى دپي ټي ايي يو بل لارښود او پخواني وفاقي وزير علي محمد خان په ملکيت کې دهغه په پلرنۍ سيمه کې دوکنونه او کورونه دي چې ماليت يې پينځه کروړه روپۍ دى، هغه درې ګاډي او شپاړس تولې سره زر هم لري، هغه ځينې څاروي، يو ٩ ايم ايم تمانچه او څلور ايي فونز موبايلونه هم لري.
ددې سره سره دتحريک انصاف څخه اوړيدلى دقامي اسمبلۍ غړى نورعالم خان داسلام اباد بني ګاله او پېښور کې يو يو کور لري او دهغه سره يو ګاډى او 200 تولې سره زردي.
همدغه راز پخوانى وفاقي وزير شهريار افريدى يو کروړه او 40 لکو روپو مختلف جايدادونو مالک دى او دهغه سره يو ګاډى او يو کروړ روپۍ په بينک دي، خو هغه ځان ددوه نيم کروړه روپو قرضدارى هم څرګند کړيدى.
پخوانى وزياعظم شاهد خاقان عباسي په مري کې ځمکه او په اسلام اباد کې د65 لکه او 70 زره روپو دکور مالک دى او هغه په اير بليو او بليو پاينز مري کې دخپلې برخې دشپږ کروړه او لس لکه روپو مالک دى، هغه د49 لکه روپو سره زر، درې لکه روپو يو ګاډى او په بينک کې خواوشا دوه کروړه روپۍ او د50 لکه روپو فرنيچر هم لري، هغه پينځه کروړه روپۍ عبدالله خاقان عباسي ته په تحفه کې ورکړي او شوکت مهربان ته يې 25 لکه روپۍ قرض ورکړيدي، هغه دشپږ کروړه روپو قرض هم اخستى دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button