چين روسيې سره دمضبوطولو اړيکو ژمنه تکرار کړه
دچين دسرکاري ميډيا وينا ده صدر شي جنپنګ دشورو په ورځ دروسيې دولسمشر ولادي مير پوتين سره ديو ټيليفوني رابطې په مهال دخپل هيواد داړيکو دمضبوطولو ژمنه تکرار کړې ده.
دژنهوا خبري ادارې او سرکاري ټي وي سي سي ټي وي له مخې ولسمشر شي خپل روسي سيال ته وويل په اوکراين کې دکړکيچ دمذاکراتو دحل ملاتړ کوي
دکريملن په يو بيان کې ويل شوي دچين ولسمشر دبهرنيو قوتونو له لوري( دروسيې) امنيت ته دپېښو چيلنجونو په مخ دروسيې له لوري دخپلو اساسي ملي ګټو دتحفظ داقداماتو قانوني حېثيت نوټ کړيدى.
صدر شي او پوتين دفرورۍ په مياشت کې دبيجنګ دژمني اولمپکس څنډې دمرستې په يو پراخ تړون لاسليک کړى و دکوم لاندې چې دواړو خواو ژمنه کړى وه چې دهغوي په ملګرتيا کې به کوم حدونه نه وي.
دغه تړون دروسيې له لوري دفرورۍ په 24مه نېټه په اوکراين له بريد څخه څو ورځې دمخه لاسليک شوى و، چين په اوکراين کې په ترسره شوي بريد تر دې مهاله دروسيې غندنه نه ده کړې، تر دې چې دې ته يې جارحيت هم نه دى ويلى.
دشورو په ورځ چې دامريکا غږ دختيځې اسيا پيسيفک ډويژن له لوري پوښتنه وشوه نو دامريکا دخارجه محکمې يوې وياندې دچين په دريځ نيوکه وکړه او وې ويل چې په داسې حال کې چې چين دبې پلوۍ دعوه کوي دا اوس هم دچين سره دنزدې اړيکو ساتلو په غرض سرمايه کاري کوي، وياندې وويل بيجنګ اوس هم په ټوله نړۍ کې دروسي پروپيګنډه مخ په وړاندې بوځي