پاکستانمهم خبرونه

ميجر جنرال بابر افتخار وايي پوځ دفاعي بجټ کم کړى،دسازش شواهد نه دي ترلاسه شوي

دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل بابر افتخار ويلي دي دملي امنيت دکميټې په غونډه کې په ډاګيز ډول ويل شوي وو چې ( دتحريک انصاف دحکومت په ضد) دسازش شواهد نه دي ترلاسه شوي او دپاکستان وسله والو پوځونو د2020م راهسې په بجټ کې کومه اضافه نه ده اخستې.
يو شخصي ټي وي چينل سره په خبرو کې دپاکستاني پوځ وياند وويل دفاعي بجټ دجي ډي پي په تناسب لاندې روان دى، دخپلې رايې ساتلو هر چاته حق ترلاسه دى خو بايد حقايق مسخ او ددروغو څخه کار وانخستل شي.
دپخواني پوځي مشر جنرال(ر) پرويز مشرف په اړه دپوځ وياند وويل جنرل(ر) پرويز مشرف ناروغه دى او دمشرتابه دريځ دى چې هغه ته بيرته راتګ پکار دي.
دهغه وينا وه دپاکستاني پوځ دسرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه دچين اوسنى سفر ډير مهم ؤ او زياته يې کړه هغه لمړى پوحي سرلښکر دى چې دچين ولسمشر شي جن پنګ سره يې ليدنه کړې ده.
پوځي وياند وويل” دپاکستان ستراتيژيکې اړيکې زياتې مهمې دي، چين تل زمونږ ملګرتيا کړې، ددغه سفر مقصد اړيکې قوي کول وؤ”
هغه وويل دچين سره اړيکې په سيمه کې دسولې لپاره زياتې مهمې دي او زياته يې کړه چې دپاک چين اقتصادي راهدارۍ امنيت پوځ ته ورکړى شويدى، دسي پيک دامنيت لپاره نوې څانګې هم جوړې کړى شويدي او دسي پيک دامنيت په اړه هيڅ رقم کمى مخې ته نه دى راغلى، په حکومتي کچه په سيک پيک کار روان دى.
هغه دا هم وويل چې چين دپاکستان دفاعي قوت سيوا کولو کې مهم کردار ادا کړيدى
ميجر جنرل بابر افتخار وويل” په بجټ کې تل په دفاعي بجټ بحث پيل کيږي، په بجټ کې محدود وسايل په نظر کې ساتلى شي او دمحدودو وسايلو دننه ټول مسوليتونه پوره کوو، پېښې خطرې او چيلنجونه هم په نظر کې ساتلى شي، دپاکستان وسله والو پوځونو خپل ټول مسوليتونه پوره کړي او اينده به يې هم پوره کوي ”
هغه وويل” هند تل دفاعي بجټ سيوا کړى، دهند د13 لکه پوځ په مقابله کې زمونږ پوځ پينځه نيم لکه دى چې پکې 50 سلنه په ختيزه پوله،40 فيصده په لويديزه پوله او نور په ټول هيواد کې دقدرتي افتونو او امدادي هلو ځلو ترڅنګ دملي امنيت او په چاوڼيو کې خدمات ترسره کوي”
پوځي وياند وويل د2020م راهسې پاکستاني پوځ پخپله بجټ کې کومه اضافه نه ده کړې، دګرانۍ په تناسب بجټ کم شويدى، دفاعي بجټ دجي ډي پي په تناسب لاندې روان دى، دا وخت 2 فيصده ته راغلى، دګرانۍ او نورو چيلنجونو باوجود دپاکستان وسله والو پوحونو پخپلو جنګي صلاحيتونو کې کمى نه دى راوستى.
هغه وويل سږکال په دفاعي بجټ کې هغوي ته 100 اربه روپۍ کمې ترلاسه شويدي، دپاکستاني پوځ دمشر جنرال قمر جاويد باجوه په وينا دپاکستان پوځونو خپل يوټيلټي بلونه راکم کړيدي، دډيزلو او پيټرولو بچت کوي، په اوونۍ کې يوه ورځ( دجمعې په ورځ) به دپاکستاني پوځ ګاډي نه چليږي، تربيتي مشقونه هم دچاوڼيو په حدودو کې محدودولى شي ترڅو دسفر لګښتونه راکم شي.
هغه دا هم وويل چې پوځ دکورونا په مد کې شپږ اربه او دعسکري سازومان په اړه درې نيم اربه روپۍ حکومت ته واپس کړيدي.
دپاکستاني پوځ په اړه په دې وروستيو کې دمنفي پروپيګنډې په اړه ميجر جنرال بابر افتخار وويل دپاک پوځ دمشرتابه په ضد بې اساسه اوازې خورې کړى شوي او ددروغو پروپيګنډه شوې ده.
هغه وويل پخواني داخله وزير شيخ رشيد ويلي دملي امنيت په غونډه کې چا هم دا نه دي ويلي چې سازش نه دى شوى، داسې بيخي نه ده، دغونډې په مهال ددريواړو وسله والو پوځونو مشران موجود وؤ، دغونډې په مهال دايجنسيو له لوري برخه وال خبر کړى شوي چې هيڅ رقم سازش نه دى شوى، داسې هيڅ نشته، په غونډه کې په ډاګيز ډول ويل شوي وو چې دسازش شواهد نه دي ترلاسه شوي.
دپخواني پوځي صدر په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل دجنرال(ر) پرويز مشرف صحت ډير خراب دى، په داسې صورتحال کې دپرويز مشرف دکورنۍ سره رابطه شوې، دسفر لپاره به دډاکټرانو او کورنۍ له پريکړې وروستو دراستنيدو پريکړه کيږي خو دپوځ دمشرتابه دريځ دى چې بايد پرويز مشرف واپس راشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button