طالبانو ددرې ميليونه پاسپورټونوچاپ کولو اعلان وکړو
دطالبانو درئيس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ دافغانستان داسلامي امارت دکابينې اووه نيزه غونډه کې کوچيانو ته دبريښنايي تذکرو دوېش او درې ميليونه پاسپورټونو دچاپ اړوند وروستۍ پريکړه اعلان شوې ده.
دطالبانو له لوري جاري کړى شوي بيان له مخې کابينې يې کوچيانو ته دتذکرو دورکړې په اړه دټاکل شوي هيئت لخوا جوړه شوې کړنلاره تصويب کړه او دمعلوماتو او احصايې ملي ادارې ته نده وسپارل شوه چې دکړنلارې دعملي کيدو په موخه اړينې کړنې ترسره کړي.
دطالبانو کابينې دافغانستان خلکو ته دپېښو ستونزو دحل په موخه ددرې ميليونه پاسپورټونو او اړين لمنيشن دچاپ په اړه دماليې وزارت غوښتنې له کافي غور او بحث وروسته تصويب کړې.
دامريکا غږ دپښتو څانګې دخبر له مخې دطالبانو دکورنيو چارو وزارت دپاسپورت عمومي رئيس مولوي عبدالحکيم حمدي دچارشنبې په ورځ دپاسپورت کتابچو خلاصيدو په اړه دخلکو اندېښنو ته په ځواب کې ويلي له دغه رياست سره په کافي اندازه دپاسپورت کتابچې موجودې دي.
هغه يوځل بيا په دې خبره ټينګار کړى چې دپاسپورت اخيستلو لپاره انلاين نوم ثبت کړي او ويلي يې دي دهغوي سره دپاسپورت ذخيره پرته ده.