افغانستانمهم خبرونهنړۍ

طالبانو دږيرې خريلو له امله په افغان خبريال تشدد کړى،راپور

  يو افغان خبريال  ويلي دافغانستان په پلازمېنه کابل کې  طالبانو وهلى دى خودافغانستان خبري ادارې پژواک  ترمخه دطالبانو پوليسو ددغه رقم  پېښې  درامينځته کيدو څخه انکار کړى  او ويلي يې دعاملينو دموندلو لپاره هڅې کوي.

تيرکال داګست په مياشت کې په افغانستان کې دطالبانو واک ته له رسيدو وروستو  په ګڼ شمير کې  خبريالان له افغانستان څخه په تېښته مجبور شويدي او کوم خبريالان چې موجود هم دي هغوي دطالبانو له ويرې په ازادانه ډول  دخبريالۍ دنده نه شي ترسره کولى.

طالبانو دسړو ترڅنګ په ښځينه خبريالانو هم سخت بنديزونه لګولي او دټي وي په پرده دښځينه ويندويانو  په لوڅ مخ راڅرګنديدو يې بنديز لګولى دى.

 دمحمد اکرام عصمتي په نوم افغان خبريال  ويلي تيره ورځ  په کابل کې په يوه امنيتي پوسته  ولاړو کسانو ودرولى و، دده تالاشي يې اخستې وه او بيا يې پرې تشدد کړى و.

دتشدد سره مخ شوي  افغان خبريال  ويلي  وروستو چې  دکابل دامنيه قوماندانۍ سره په دې اړه اړيکه ونيوله نو ورته وويلى شول چې په هغه دشوي تشدد پلټنه کيږي.

 دعصمتي  په وينا کابل نيوز سره يې  کار کولو خو په روانه مياشت کې له دندې لرې کړى شويدى.

 دکابل دامنيه قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ په ټويټر خپل پيغام کې ليکلي  دمحمد اکرام عصمتي په نوم يو خبريال ادعا کوي چې  دکابل په يو امنيتي چيک پواينټ  امنيتي کسانو په دې جرم وهلى چې ږيره يې خريلې او دريشي يې اغوستې ده.

 هغه ليکلي  دياد خبريال سره له تماس وروسته دکابل امنيه قوماندانۍ دپېښې دڅيړنې  په موخه يو پلاوى وليږلو چې ديادې سيمې دامنيتي مسولينو سره له مخامخ ليدنو وروسته ښ:اره شوه چې نن ورځ په ياده سيمه کې امنيتي يا استخباراتي  مسوولينو سره ددا ډول چلند کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button