پاکستانمهم خبرونه

تهران:بلاول بوټو ايران څخه داضافي بجلۍ ددرامد خواهش څرګند کړو

دبهرنيو چارو وزير بلاول بوټو ايران ته رسيدلى او دغلته يې دخپل ايراني سيال حسين امير عبدالهيان سره يو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې ويلي پاکستان داضافي بجلۍ ددرامد دلارې دانرژۍ په څانګه کې ايران سره دخپلې مرستې دمضبوطولو لپاره ژمن دى.
بلاول بوټو زرداري ويلي ايران ته په تللو خپل کور ته دتللو پشان احساس کوي او زياته کړې يې ده چې دايران او پاکستان د ولسونو ترمينځ تاريخي اړيکې نوي لوړوالي ته رسول غواړي.
ددواړو هيوادونو ترمينځ دتجارت په اړه دبهرنيو چارو وزير ويلي خوشحاله دى چې پاکستان او ايران دسرحدي تجارت ميکانيزم فعالولو او دپولې پورې غاړې تبادلې دباقاعده جوړولو دلارې ددوه اړخيزه تجارت په پراختيا کې دلويو خنډونو څخه ديو حل کولو ته نزدې شويدي او زياته يې کړه چې دنوې سرحدي لارې او سرحدي منډايانو دلارې به تجارت ته وده ترلاسه شي
هغه دا هم وويل چې دخپل ايراني سيال سره يې دموجوده قانوني چوکاټ لاندې دبنديانو دتبادلې په امکان خبرې وکړې ترڅو هغوي پخپلو هيوادونو کې خپلې سزاګانې پوره کىړ شي.
دبلاول بوټو سره ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې دايران دبهرنيو چارو وزير وويل ايران اوس هم باور لري چې دملګرو ملتونو دجوهري څارونکې ادارې له لوري دنيوکو باوجود د2015م دجوهري تړون بيا پځايې کيدو لړ کې مذاکرات کاميابيدى شي
دسرکاري خبري ادارې اى پي پي له مخې دبهرنيو چارو وزير دايران دسرکاري سفر په مهال په تهران کې دايران د ولسمشر ايت الله ابراهيمي ريسي سره هم ليدنه کړې ده، په دغه مهال دايران ولسمشر وويل ايران پاکستان سره خپلو اقتصادي او تجارتي اړيکو ته زيات ارزښت ورکوي چې پکې دنور پرمختګ امکانات دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button