مهم خبرونهنړۍ

برکينو فاسو کې وسله والو 50 کسان وژلي:حکومت

ديو حکومتي وياند له مخې په شمالي برکينو فاسو کې په يو کلي دوسله والو په بريد کې لږ ترلږه 50 کسان وژل شويدي.
په سيټينګا نومې کلي له بريد وروستو وياند لاينل بيلګو ويلي پوځ ته تر دې مهاله د50ؤ کسانو مړي ترلاسه شويدي او زياته کړې يې ده چې دمړو په شمير کې نوره اضافه هم کيدى شي.
دمړو دشمير په اړه متضاد اطلاعات ترلاسه شويدي، يو امنيتي چارواک رويټرز خبري ادارې ته دګل په ورځ ويلي خواوشا 100 کسان وژل شويدي او يوې سيمه ييزې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخستل شي خبري ادارې ته ويلي چې 165 کسان وژل شويدي.
ملګرو ملتونو ددغه بريد غندنه کړې دکوم په اړه چې هغوي ويلي ګڼ شمير کسان پکې وژل شوي او په چارواکو يې غږ کړيدى چې پکې ککړ مجرمان دقانون منګول ته راکش کړي.
اروپايي اتحديې هم ددغه بريد غندنه کړې او غږ يې کړى چې ددې وژنو په صورتحال دې رڼا واچولى شي.
دزيارت په ورځ يوولس پوليس وژل شوي و دکوم وروستو چې پوځ عمليات ترسره کړي وو چې پکې 40 ياغي جنګيالي وژل شوي وؤ.
حکومتي وياندي بيلګو ويلي خونريزي دپوځي عملياتو په غبرګون کې رامينځته شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button