پاکستانمهم خبرونهنړۍ

ناروغه پخوانى پوځي مشر پرويز مشرف وطن ته راستنيږي،راپور

دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې دحکومتي سرچينو له قوله ويلي دي چې په پاکستان کې چارواکي دهيواد پخواني پوځي مشر پرويز مشرف ته دخودساخته جلاوطنۍ څخه وطن ته دستنيدو داجازې ورکولو لپاره انتظامات کوي.
سرچينو امريکا غږ ته ويلي د(مشرف) کورنۍ او ډاکټرانو دوينا سره سم به يو هوايي ايمبولينس مشرف ددوبۍ له يو روغتون څخه راستنوي، دڅلورو ستورو دريټايرډ شوي 79 کلن دغه جنرال پاکستان ته درارسيدو دقيقه نېټه ده په ډاګه شوې.
سرچينو ويلي دهيواد طاقتوره پوحي اداره دخپل پخواني مشر په راستنيدو کې داسانتيا ورکولو دپريکړې پشا کلکه ولاړه ده.
دمشرف کورنۍ دجمعې په ورځ په يو ټويټ کې ليکلي وو چې هغه دناروغۍ دپيچيدګيو له امله دتيرو دريوو اوونيو راهسې په روغتون کې داخل کړى شويدى، پخواني پوځي صدر ته د amyloidosis تکليف دى کومه چې يوه داسې ناروغي دي چې غيرمعمولي پروټين سيوا کيږي او دزړه، ګردې او جګر پشان غړو ته زيان رسوي.
دخالي په ورځ ددفاع وزير خواجه اصف ، څوک چې دمشرف يو ناقد دى، ويلي وو دخراب صحت په تناظر کې بايد ددغه جنرال وطن ته دراستنيدو په لاره کې کوم خنډ راولاړ نه شي.
خواجه اصف پخپل ټويټ پيغام کې ليکلي وو” بايد دماضي پېښو ته په لاره کې دودريدو اجازه ورنکړى شي، الله پاک دې هغه روغ کړي ترڅو خپل پاتې ژوند په وقار سره تير کړي ”
په ټويټر دمشرف کورنۍ لکلي وو” له سختې مرحلې څخه تيريږي، چرته چې رغيدل ممکن نه دي او(دبدن) غړي سم کار نه کوي، دهغه په امروزه ژوند کې داسانۍ لپاره دعا کوئ” کورنۍ يې دميډيا هاغه راپورونه رد کړي وؤ ګنې هغه په وينټي ليټر دى.
مشرف دکال 2016م څخه په متحده عرب اماراتو کې اوسيږي، په دغه مهال هغه ته دعلاج لپاره بهر ته دتللو اجازه ورکړى شوې وه، په هاغه وخت کې دپاکستان په يوه محکمه کې په هغه دغدارۍ مقدمه چليده.
دغه پخواني پوځي جنرال په کال 1999ء کې دپخواني منتخب وزيراعظم نوازشريف حکومت ختم کړى او واک ته رسيدلى و، وروستو مشرف ځان دپاکستان صدر اعلان کړى واو تر هغې دپاکستان صدر چې په کال 2008م کې دهغه سياسي ايتلافيانو اکثريت دلاسه ورکړو، چې له امله يې هغه دنوي پارلمان له لوري دمواخذې څخه دبچ کيدو لپاره په استعفا ورکولو مجبور شوى و.
په کال 2020م کې يو هايکورټ دمشرف په ضد تر زياتې مودې چليدلي کيس کې دمرګ سزا باطله ګرځولې وه او دهغه په ضد يې روان قانوني عمل رد کړى او غيراييني ګرځولى و.
په هغه دغدارۍ تورونه په کال 2007م کې دايين ځنډولو او ايمرجنسي لګولو په اړه وؤ، په دغ مهال هغه خپل واک ته ددوام ورکولو لپاره ګڼ پاکستاني قاضيان نظربند کړي هم وؤ.
په 11م ستمبر کال 2001م کې په امريکا دترهه ګريزو بريدونو وروستو پرويز مشرف دپاکستان په ګاونډي هيواد افغانستان کې دامريکا په مشرۍ دترهه ګرۍ په ضد په پيل کړى شوې جګړه کې دامريکا ملګرتيا وکړه دکوم وروستو چې دهغه حکومت نړيوال رسميت وګټلو.
پاکستان امريکا او دهغوي ايتلافي هيوادونوو ته دخپلو هوايي او ځمکنيو لارو او اډو دکارولو اجازه ورکړې وه ترڅو هغوي په وچه کې راګير افغانستان په ضد پوځي عمليات وکړي، ددې ترڅنګ يې په وروستيو کلونو کې په افغانستان کې مېشته بهرنيو زرګونو پوځيانو ته دټرانسپورټ سپلايۍ اجازه هم ورکړې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button