پاکستانمهم خبرونهنړۍ

چين او نور ايتلافي هيوادونه دايف اى ټى ايف خړ فهرست څخه دپاکستان دويستلو هڅې کوي،راپور

 په جرمني کې  دنن څخه تر 17م جون  دپېسو دغيرقانوني انتقال  دمخنيوي   دنړيوالې ادارې( ايف اى ټي ايف) غونډه ترسره کيږي چې پکې پاکستان ته ورکړى شوي ايکشن پلان لاندې په 34ؤ نکتو دعمل جاج اخستل کيږي.

ډان ورځپاڼې  پخپل يو راپور کې  دسفارتي سرچينو له قوله  ليکلي چين او ځينې نور ايتلافي هيوادونه په خاموشۍ سره دايف اى ټي ايف دخړ فهرست څخه دپاکستان دويستلو لپاره کار کوي

  دميډيا راپورونه په ډاګه کيږي چې له دې وروستو به دفرانسې په پلازمېنه پيرس کې دايف اى ټي ايف  سږکال داکتوبر په مياشت کې ترسره کيدونکې غونډه کې دپاکستان دخړ فهرست څخه دويستلو يا پځايې دساتلو پريکړه کولى شي.

 دايف اى ټي ايف دګډ جاج اخستو ډله به دجولايي يا اګست په مياشت کې دپاکستان سفر وکړي او دايکشن پلان په نکتو دعمل جايزه به اخلي

 په واشنګټن کې  ډيپلوماټيکي سرچينو  ډان ته ويلي  دايف اى ټي ايف له خړ فهرست څخه  ويستل  دپاکستاني معيشت لپاره مهم دي ، پاکستان په دغه فهرست کې دکال 2018م دجون مياشتې راهسې موجود دى.

 دسرچينو وينا ده چې  داپريل په ٩مه  په لاهور کې دترهه ګرۍ دمخنيوي ديوې محکمې يوه پريکړه هم دې لړ کې دپاکستان مرسته کولى شي،  محکمې دلشکرطيبې دلې مشر حافظ سعيد ته  دترهه ګرۍ په تورونو د33ؤ کلونو دبند سزا ورکړې ده.

دخړ فهرست څخه دپاکستان دويستلو دملاتړ کوونکو وينا ده چې  دغه سزا دپاکستان دترهه ګرۍ دمخنيوي دمحکمې له لوري جمع کړى شوو کيسونو له امله باوري شوې ده.

 دمارچ په مياشت کې په پيرس کې ترسره شوې غونډه کې ايف اى ټي ايف ويلي وو چې پاکسان  د2018م دايکشن پلان په 27ؤ نکتو په 26ؤ عمل کړيدى او په پاکستان يې ټنګار کړى و چې  څومره زر ممکن وي نو پاتې يوه نکته دې هم مکمل کړي کومه چې  دترهه ګرۍ دمرستې پلټنې کول او هاغه لوړپوړي لارښودان او کمانډران په نښه کول دي چې  دملګرو ملتونو  په ترهه ګرۍ پسې تړلو ډلو لپاره نامزد کړى شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button