پاکستانمهم خبرونه

پوليس وايي کويټې څخه دسکرو ددرنګ څلور کارکوونکي تښتول شوي

دپوليسو وينا ده  دبلوچستان ايالت سرښار کويټې داسپين کاريز سيمې څخه  بيګاه دشپې  دسکرو ددرنګ څلور  کارکوونکي تښتول شويدي.

 دډان نيوز دراپور له مخې  دپوليسو وينا ده  په تښتول شوو کارکوونکو کې يو انجنير او درې کان کيندونکي دي، په تښتوو شوو کسانو کې ددوو تعلق  دچکوال او ديو دصوابۍ  او بل دمظفر اباد سره دى چې دتښتول کيدو مقدمه يې په هنه اوړک تاڼه کې درج کړى شوې ده.

 له دې وړاندې  هم بلوچستان کې په ګڼ شمير کې دمزدورانو تښتولو پېښې مخې ته راغلي دي.

تيرکال دجنورۍ په مياشت کې هم دبلوچستان  په مچهـ سيمه کې  په ډزو يوولس خواري کښ وژل شوي او ګڼ شمير نور ژوبل شوي وؤ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button