پاکستانمهم خبرونهنړۍ

پاکستان کې ډالر د205 روپو لوړې کچې ته ورسيدو

دډالر په مقابله کې دروپۍ په قدر کې دپرله پسې کمي لړۍ دوامداره ده او امريکايي ډالر دنهې په ورځ د205 روپو ترټولو لوړې کچې ته رسيدلى دى.
دډالر په قدر کې دپرله پسې اضافې علت بين المللي منډۍ کې دډالر په قدر کې اضافه ښودل کيږي.
په پاکستان کې دډالر په مقابله کې دروپۍ په قدر دکمي لويې سبب دايي ايم ايف د6ؤ اربو ډالرو دپيکج تراوسه نه پځايې کيدل او دهيواد پريوتونکې دزرمبادله ذخيرې هم دي.
ګمان کولى شي دسټيټ بينک دزرمبادلې په ذخيرو کې پرله پسې کمى دډالر په مقابله کې دسيمه ييزې کرنسۍ دکمزوري کيدو مهمه وجه ده.
دريکارډ ترسيلات زر او برامداتو کې دودې باوجود سيوا کيدونکي درامداتو او دکرنټ اکاونټ لويې خسارې له امله روپۍ په فشار کې ده.
داپريل په مياشت کې دنوي حکومت دجوړيدو وروستو دګل تر ورځې 13م جون پورې دډالر په نرخ کې د21ؤ روپو اضافه شوې ده او که چرې موجوده وضعيت همدغه رقم دوامداره پات شي نو داضافې دغه لړۍ به همدغه رقم دوامداره پاتې شي.
دډان ورځپاڼې په يو راپور کې ويل شوي دخزانې وزير دمقامي کرنسۍ ژغورلو لپاره په بجټ کې دکومې تګلارې مخې ته په راوړلو کې ناکام پاتې شويدى، دډالر په قدر کې اضافې نه يواځې ددرامدي څيزونو او خدماتو نرخونه ګران کړي بلکې په معيشت کې ګرانۍ سيوا کولو کې يې مهم کردار ادا کړيدى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button