مهم خبرونهنړۍ

اسرايلي وايي په ترکيه کې يې داسرايليانو په ضد ايراني بريد ناکامه کړيدى

اسرايلي ميډيا پخپل يو راپور کې ويلي اسرايل او ترکيې په ګډو برياليو عملياتو کې هاغه ايراني نيټ ورک بې نقابه کړى چې په ترکيه کې يې په اسرايلي هدفونو دبريد کولو منصوبه جوړه کړې وه.
اسرايلي ولسي براډکاسټر کين راډيو داتوار په ورځ پخپل راپور کې ويلي چې اسرايلي امنيتي ځواکونو په ترکيه کې تيره مياشت کې په اسرايليانو ايراني بريد ناکامه کړيدى.
اسرايل تيره مياشت خپلو وګړو ته سفري خبردارى ورکړى و چې دايراني پاسداران انقلاب دقدس ځواک ديو لوړپوړي غړي حسن سيدخدايي دوژنې په انتقام کې داسرايليانو دپه نښه کولو دانديښنې له امله دې دترکيې له سفر ډډه وکړي.
اسرايلي ورځپاڼې ” هارټز” دسرچينو په اړه ويلي دغه نيټ ورک يوه مياشت دمخه ترک چارواکو ته داسرايلي پټې اطلاع وروستو بې نقابه شوى و.
بل اړخ ته يو اسرايلي چاروناکي وايي ټي نيوز ورځپاڼې ته دايران له لوري دبريدونو په هڅه کې داضافې پخلى کړى او ويلي يې دي هلته حالات رښتيا سنګينيږي
50 کلن کرنل حسين سيد خدايي په 22مه جولايي په موټرسايکل سورو وسله والو په تهران کې دخپل کور څخه بهر په ډزو وژلى و.
دخدايي له وژنې وروستو دپاسداران انقلاب خبري ويب پاڼې سپاه له لوري جاري کړى شوي بيان کې دايراني ځواک مشر ميجر جنرال حسين سلامي ويلي وو کرنل خدايي ترټولو بدو خلکو، صيهونيانو وژلى، ” که خداې وغوښتل نو مونږ به ددې مرګ بدل اخلو”
د2020م کال دنومبر په مياشت کې دايران دايټمي ساينسدان محسن فخري زاده له وژنې وروستو دايران په خاوره دکرنل خدايي وژنه يوه لويه پېښه وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button