افغانستانمهم خبرونهنړۍ
طالبان وايي دحج او اوقافو پخوانى وزير افغانستان ته راستون شو
دطالبانو له سياسي څېرو سره د تماس کميسيون وايي چې د دوي د هڅو په دوام د حج او اوقافو پخواني وزير محمد صديق چکري هېواد ته راستون شوى دى
. نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې هېواد ته په راتګ خوښ دى او تمه لري چې وکړي شي په خپل هېواد کې اغېزناک تمام شي.
نوموړي همدا راز د حکومتي چارواکو له تاوده هرکلي مننه کړې ده.
صديق چکري د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د حج او اوقافو وزير و، خو په فساد تورن و او د هغه مهال حکومت يې په محاکمه کولو بريالى نه شو.
نوموړي له هغه مهاله په لندن کې ژوند کاوه چې اوس د تماس کميسيون په هڅو بېرته هېواد ته راستون شوي دي.