پاکستانمهم خبرونه

خېبرپښتونخوا:بجټ کې دسرکاري ملازمانو تنخا کې 16 او پنشن کې 15 فيصده اضافه

 خېبرپښتونخوا کابينې  دراتلونکي مال کال 2022-23م ديو زر 332 اربه روپو دبجټ منظوري ورکړې ده،  وروستو دخزانې وزير تيمور سليم جهګړا دغه بجټ دخېبرپښتونخوا اسمبلۍ ته وړاندې کړيدى.

 په دې موقعه تيمور سليم جهګړا وويل  خېبرپښتونخوا دترهه ګرۍ  ښکار صوبه وه خو  اوس دسرمايه کارۍ مرکز جوړ شويدى.

 هغه وويل دبندوبستي ضلعو دلګښتونو اندازه 1109 اربه روپۍ ده او دضم شوو ضلعو لګښتونه به 223 اربه روپۍ وي.

 هغه وويل دترهه ګرۍ په ضد دجګړې په مد کې به 68 اربه او 60 کروړه روپۍ ترلاسه کيږي.

 دخزانې وزير وويل دسرکاري ملازمانو دتنخاګانو لپاره 447 اربه او 90 کروړه روپۍ ايښودل شويدي.

تيمور سليم جګړا وويل دپوليس شهداء پيکج سيوا کړى شويدى، دګريډ شپږم څخه شپاړسم پورې دپيس شهيدانو پيکج غځول شويدى.

 دهغه وينا وه چې  دصحت کارډ لپاره 25 اربه روپۍ ځانګړى کړى شويدى، دصحت کارډ بجټ کې 55 اربه روپۍ اضافه شوې ده.

  صوبايي کابينې  دسرکاري ملازمانو په تنخاګانو کې د16 فيصده او په پنشن کې د15 فيصده اضافې منظوري ورکړې ده، دغه اضافه دګريډ يو څخه تر 19م ملازمانو لپاره  دډسپيريتي الاونس څخه علاوه دى چې پکې پوليس هم شامل کړى شويدي.

 کابينې  په ځنګلونو کې دلګيدلي اور مړ کولو کې دشهيد شوو ريسکيو اهلکارو لپاره دشهدا پيکج او لس لس لکه روپو امداد اعلان کړيدى.

کابينې په تاريخ کې په لمړي ځل د63000 ملازمانو دمستقلۍ  منظوري هم ورکړې ده، دلمړۍ جولايي څڅه  مستقل  کيدونکو ملازمانو کې 675 ډاکتران،58 زره استاذان اودضم شوو ضلعو د128و منصوبو 4079 ملازمان شامل دي.

 دصوبې  لس لکه مستحق کورنيو لپاره  په رعايتي نرخونو دراشنو ورکړې لاپره انصاف فوډ  کارډ لاندې د26 اربه روپو ځانګړې کولو منظوري هم ورکړى شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button