افغانستانمهم خبرونه

افغانستان کې په بس دوسله والو بريد، دهوايي ډګر دوه ملازمان وژل شويدي

يو لوړپوړي پوليس چارواکي ويلي نامعلومو وسله والو دافغانستان په شمالي برخه کې داتوار په ورځ په هاغه بس ډزې کړي چې پکې دهوايي ډګر ملازمان راوړل کيدل چې له امله يې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شويدي.
دنړيوالې خبري ادارې اى ايف پي دراپور له مخې دبلخ دولايتي پوليسو وياند محمد اصف وزيري ويلي په دغه بس مزار شريف ته په غځيدلې لاره دوو وسله والو بريد کړيدى.
وزيري وويل ګادى هاغه وخت تر بريد لاندې راغلى چې ټيکنيکل ټيم هوايي ډګر ته په لاره روان ؤ.
دغه بريد دخونړيو بريدونو دهاغو بريدونو څخه وروستى دى چې په دې وروستيو کې مياشتو کې په افغانستان کې رامينځته شويدي
تيرکال داګست په مياشت کې په افغانستان کې دطالبانو دواکمنيدو وروستو په افغانستان کې بهرنيو الوتکو لا تر دې مهاله کابل او نورو افغان ښارونو ته الوتنې نه دي پيل کړي او دخپلې عملې او مسافرو لپاره يې دامنيتي انديښنو حواله ورکړې ده.
په داسې حال کې چې طالب جنګيالي په ټولو افغان هوايي اډو امنيت ورکوي، دمتحده عرب اماراتو يوې ادارې ته په ټولو اډو دمسافرو دڅارنې په ګډون يو شمير خدمات سپارل شويدي.
دکله راهسې چې طالبان واک ته رسيدلى، په افغانستان کې په بيلا بيلو څانګو کې دپېشه وارانه خلکو سخت کمى مخې ته راغلى چې پکې دهيواد دهوايي اډو لپاره دټيکنيکل عملې کمى هم شامل دى.
دسخت دريځه طالبانو واک ته له رسيدو وروستو که هر څو په افغانستان کې تشدد راکم شوى خو په دې وروستيو کې دغلته بمي چاودنو او دټوپکو په بريدونو کې چټکتيا راغلې ده.
دخالي په ورځ په کابل کې په يو وړوکي بس کې دچاودنې له امله لږ ترلږه څلور کسان وژل شوي او ګڼ شمير نور ژوبل شوي وؤ.
دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له مخې په تخار او کابل کې دطالبانو دځانګړو ځواکونو په عملياتو کې دداعش نهه غړي وژل شويدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button