پاکستانمهم خبرونه

پوليسو دسندهـ اسمبلۍ څخه بهر دبلوڅ زده کوونکو دبې درکۍ خلاف مظاهره کوونکي 28 کسان نيولي

  دکراچۍ پوليسو دګل په ورځ  دزنانه ؤ پشمول  هاغه 28 مظاهره چيان نيولي چې  دسندهـ اسمبلۍ  دګيټ سره نزدې يې  په مبېنه توګه دقانون نافذونکو ادارو له لوري  ددوؤ بلوڅ زده کوونکو دتښتولو په ضد احتجاج کولو.

 دانګريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان  دراپور له مخې  دکراچۍ پوهنتون دفلسفې ډيپارټمنټ دوه زده کوونکي ډوډه بلوڅ او غمشاد بلوچ په مبېنه توګه  په 7م جون په ګلشن اقبال کې  دمسکان چورنګي سره نزدې دخپل کور څخه بوتلل شوي وؤ  چې له هغې وروستو يې اته پته نه لګي.

 ددغو بې درکه بلوڅ زده کوونکو رشته دارو او مدني ټولنې غړو  دکراچۍ پريس کلب څخه بهر تر څلورو ورځو يو کيمپ لګولى و، داتوار په شپه هغوي  دسندهـ اسمبلۍ دګيټ مخې ته ورسيدل  چرته چې هغوي  دبې درکه شوو زده کوونکو دخوشې کولو دغوښتنې په غرض  پرلت غځولى و، پوليسو او ضلعي انتظاميه دهغوي سره دخبرو لپاره ورغلې وه  او هغوي  ته يې ويلي وو چې  دغه ځايې دې خالي کړي ځکه چې دګل په ورځ  دقانون سازې اسمبلۍ دبجټ غونډه ترسره کيږي.

ساؤتهـ ايس ايس پي اسد رضا ډاڼ ته ويلي  پوليسو نولس سړي او نهه ښځې   دګل په ورځ په داسې حال کې نيولي چې هغوي  داسمبلۍ ودانۍ ته دداخليدو هڅه کوله، دغه پوليس افسر له دې خبرې انکار کړى چې ګنې  دمظاهره چيانو سره بدسلوکي شوې ده او زياته کړې يې ده چې ښځينه پوليسو زنانه مظاهره چيانې نيولي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button