مهم خبرونهنړۍ

ايران دې جوهري مذاکرات بيا پيل کړي،دانرژۍ نړيواله ايجنسي

دملګرو ملتونو د ادارې بين المللي جوهري انرژۍ ايجنسۍ ( ايي اى اي اى) په ايران ټينګار کړيدى چې دکړکيچ څخه دبچ کيدو لپاره اوس مذاکرات بيا پيل کړي، په دويم صورت کې د2015م جوهري تړون ژغورل به ډير مشکل شي.
دانډي پنډنټ اردو څانګې دراپور له مخې ايران تيره اوونۍ له خپلو جوهري تنصيباتو څخه ځينې کيمرې لرې کړې وې، کوم چې دجوهري انرژۍ ايجنسۍ دجوهري تړون دبيا پځايې کولو لپاره يوه سنګينه ضربه ګرځولې وه.
دايي اى اي اى ډايريکټر جنرال رافيل ګروسي داتوار په ورځ په سي اين اين يوه نشر کړې مرکه کې دا سنګين اقدام ګرځولى او ويلي يې دي 27 څارونکې کيمرې لرې شويدي.
هغه ويلي” اوسنى تاريخ مونږ ته په ډاګه کوي چې دا کله هم ښه خبره نه ده چې بين المللي څارونکو ته دا ويل پيل کړى شي چې کور ته لاړشئ،څيزونه ډير پريشانه کوونکي جوړ شي ”
د2015م تړون ايران ته دهغوي دجوهري هلو ځلو دمخنيوي په بدله کې داقتصادي بنديزونو څخه نجات ورکړى و خو په 2018م کې دهاغه وخت امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په يو اړخيزه توګه ددغه تړون څخه لاس پسر شوى و او په ايران يې بيا بنديزونه لګولي وؤ چې له دې وروستو تهران له خپلو ژمنو پشا شوى.
ددغه تړون دبيا پځايې کولو په اړه مذاکرات دمارچ دمياشتې راهسې دځند ښکار دي.
سي اين اين سره په مرکه کې رافيل ګروسي ويلي هغه خپلو ايراني سيالانو ته ويلي ” مونږ ته اوس په ګډه کښيناستل پکار دي، مونږ ته دصورتحال ازاله کول پکار دي، مونږ ته په ګډه کار دوامداره ساتل دي”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button