پاکستانمهم خبرونه

دخېبرپښتونخوا د يو زر300 اربه روپو بجټ نن وړاندې کيږي

دخېبرپښتونخوا د1330ؤ اربو څخه زيات متوازن بجټ نن صوبايي اسمبلۍ ته دخزانې وزير تيمور سليم جهګړا وړاندې کوي.
په بجټ کې دقبايلي ضلعو لپاره د222ؤ اربه روپو څخه دزياتو پېسو ايښودو تجويز شويدى.
بجټ کې دکليز ترقياتي پروګرام لپاره 375 اربه روپۍ ځانګړې کړى شويدي، دراتلونکي مالي کال بجټ کې دسرکاري ملازمانو په تنخاګانو کې د15 فيصده اضافې امکان دى دکومو لپاره چې د440ؤ څخه زياتې پېسې مختص کړى شويدي، دسرکاري ملازمانو پنشن لپاره 105 اربه روپو څخه زياتې پېسې ايښودل شويدي.
خېبرپښتونخوا ته به دمرکز له لوري په مجموعي توګه دقامي وسايلو څخه 671 اربه روپۍ ترلاسه کيږي، دصوبايي حکومت دخپلو وسايلو څخه 80 اربه روپۍ امدن دى او دبجلۍ دمنافعې څخه ورته 62 اربه امدن متوقعې دى.
دمرکز له لوري صوبې ته 68 اربه روپۍ دترهه ګرۍ په ضد دجګړې په اړه ورکولى شي او دغيرملکي وسايلو څخه دترقياتي کارونو لپاره د93 اربه روپو ترلاسه کيدو امکان دى.
دبندوبستي ضلعو لپاره د180ؤ اربو روپو څخه دزياتو پېسو ايښودووړانديز شويدى.
دبجټ منظورۍ لپاره دصوبايي کابينې غونډه دوزيراعلي محمودخان په په مشرۍ ترسره کيږي.
کابينه به راتلونکي کال لپاره دصوبايي مالياتي کميشن جوړيدو او سفارشونو منظوري ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button