پاکستانمهم خبرونهنړۍ

دپاکستان او چين دمشرتابه دترهه ګرۍ خلاف په مرستې دوامداره ساتلو اتفاق

 دپاکستان ددريواړو وسله والو پوځونو دلوړې کچې  پلاوي  دپوځ دسرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه په مشرۍ   دنهم څخه تر ١٢م جون  دچين سفر کړى او دغلته يې دچين دپوځ او نورو حکومتي محکمو دلوړپوړو چارواکو سره خبرې اترې کړيدي.

 دپاک پوځ دعامو اړيکو څانګې ايي ايس پي ار  له مخې مخې  دلوړې کچې په يوه غونډه کې دپاکستاني پلاوي مشرتابه دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه کړې ده او دچيني پلاوي مشر دچين دمرکزي عسکري کميشن وايس چيرمين جنرال ژانګ يوشيا کړيدى.

 دايي ايس پي ار له مخې په دغه ليدنه کې پخپل مينځي چارو  دخيالاتو  دباقاعده تبادلې په دوامداره ساتلو اتفاق شويدى، دواړو خواوا دتربيت، ټيکنالوجۍ او ترهه ګرۍ  په ضد دمرستې دسيوا کولو عزم څرګند کړيدى.

 دايي ايس پي ار وينا ده چې پاک چين اسټريټجک شراکت داري  له غرونو لوړه، له سمندره ژوره، له شاتو خوږه ده او دپوځ څخه تر پوځ  سفارتکاري او مرسته تل  لوړه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button