افغانستانمهم خبرونهنړۍ

کابل کې بمي چاودنې څلور کسان وژلي، پوليس

 دپوليسو وينا ده چې   دافغانستان پلازمېنې  کابل کې  په يو وړوکي بس کې دترسره شوې بمي چاودنې له امله لږ ترلږه څلور کسان وژل شوي او ګڼ شمير نور ژوبل شويدي.

 دافغانستان دطلوع نيوز نيټ ورک له مخې دغه چاودنه  دخالي په ورځ  په ختيځ بګرامي ولسوالۍ کې رامينځته شوې ده.

دپوليسو وياند خالد ځدراڼ په دې اړه ويلي دي  دطالبانو   دامنيتي پرسونل يوه ډله  سيمې ته رسيدلې او  په وړوکي بس کې دشوې چاودنې پلټنې کوي، دچاودنې وروستو په بس کې اور لګيدلى.

 تر دې مهاله کومه ډلې ددغه چاودنې ذمه واري نه ده اخستې، په کومه سيمه کې چاودنه شوې په هغې کې  اکثريتي سني پښتانه مېشته دي.

تيرکال داګست په مياشت کې دطالبانو واک ته له رسيدو وروستو  په دې وروستيو کې  بمي چاودنو کې  اضافه راغلې ده.

 په افغانستان کې  داپريل په 30مه نېټه ختمه شوې دروژې په مياشت کې هم په کابل او  نورو سيمو کې ترسره شوو بريدونو کې په لسګنو کسان وژل شوي وؤ ، په دغو کې دځينو ذمه واري  داعش منلې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button