افغانستانمهم خبرونه

کونړ کې دماين چاودنې له امله يو تن وژل شوى، څلور ژوبل

 دافغانستان کونړ ولايت کې  ديو ماين چاودنې له امله يو تن وژل شوى او څلور نور ژوبل شويدي.

 دافغانستان دپژواک خبري ادارې دراپور له مخې  دکونړ  امنيه قوماندان عبدالحق حقاني  ورته ويلي چې  چاودنه  دلومړۍ امنيتي حوزې ړوند په يو رينجر  موټر ترسره شوې ده چې پکې  يو امنيتي تن وژل شوى او څلور نور ژوبل شويدي.

عيني شاهدانو پژواک ته ويلي په چاودنه کې ملکي کسان هم ژوبل شويدي.

 ددغه چاودنې ذمه واري تر دې مهاله چا نه ده منلې.

 دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې په دې وروستيو کې دتشدد پېښو او بمي چاودنو کې اضافه راغلې ده، دپلازمېنې کابل په ګډون په بيلا بيلو ښارونو   کې ترسره شوو بمي چاودنو او ځانمرګي بريدونو کې  دزياترو ذمه واري داعش ډلې منلې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button