مهم خبرونه

طالبانو تالقان کې دداعش د8ؤ جنګياليو دوژلو دعوه کړې

 دافغانستان واکمن طالبانو ويلي  دهغوي امنيتي ځواکونو دتندروه ډلې داعش خراسان اته جنګالي وژلي او درې نور يې نيولي دي.

 دطالبانو ځواکونو  دغه عمليات دتخار ولايت سرښار تالقان کې دداعش ديو مرکز په ضد ترسره کړيدي او  دافغان چارواکو په وينا دداعش  دپېسو راټولولو،سازوسامان برابرولو او تربيې مرکز يې  له مينځه وړى دى.

 دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ددغو پوځي عملياتو پخلى کړى او ويلي يې دي   داستخباراتو دجنرل ډايريکټوريټ ځانګړو ځواکونو، دتندلارو په مرکز بريد کړيدى.

 مجاهد ويلي  وروستو په سختو نښتو کې اته کسان وژل شوي چې پکې ددغه ډلې يو مهم  کمانډر يونس ازبکستاني   هم شامل دى.

 دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې په راپور کې ويل شويدي چې  دامنيتي ځواکونو دعملياتو په مهال  نزدې بدخشان ولايت ته  دتالقان څخه غځيدلې لويه لاره تړل شوې وه، دغه دواړه ولايتونه  تاجکستان ته دافغانستان په پوله پراته دي.

 دافغانستان په سرحدي سيمو کې  دداعش سيوا کيدونکو فعاليتونو  تاکستان او دمرکزي ايشيا نور هيوادونه پريشانه کړيدي.

 تيره مياشت هم داعش  دتخار دخواجه غر څخه په تاجکستان دداغل شوو راکټونو ذمه واري منلې وه، خو پکې کومه مرګ ژوبله نه وه رامينځته شوې.

دتاجکستان چارواکو ويلي وو تاجکستان کې ګولۍ لګيدلې وې نه چې راکټونه کوم چې  دافغانستان  اړخ ته په پوله  دطالب ځواکونو او داعش دخراسانې ډلې ترمينځ دنښتې په مهال  په حادثاتي توګه  فاير شوې وې.

 تيرکال داګست په مياشت کې دلويديز په ملاتړ چليدونکي افغان حکومت له نسکوريدو سره سم طالبان په افغانستان واکمن شوي وؤ دکوم وروستو چې په دغه هيواد کې داعش خپل فعاليتونه سيوا کړيدي.

 په افغانستان کې دداعش  په تشدد کې  دسلګونو په شمير کې خلک مړه او ژوبل شوي چې پکې اکثريت دشيعه ګانو دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button