افغانستانپاکستانمهم خبرونه

شمالي وزيرستان : دډزو پېښه کې درې کسان وژل شويدي

دافغانستان پولې ته نزدې دخېبرپښتونخوا قبايل سيمې شمالي وزيرستان دميرعلي تحصيل په موسکي سيمه کې دديوال په شخړه دتره دزامنو ترمينځ ډزې شويدي چې له امله يې ديوې زنانه په ګډون درې کسان وژل شوي او يو ژوبل شويدى.
دپوليسو وينا ده چې دشمالي وزيرستتان ميرعلي سب ډويژن کې دديوال په شخړه وژل شوو کسانو کې 16 کلن محمد فاروق،32 کلن الطاف او يوه 35 کلنه زنانه شامل دي او ددې ترڅنګ 28 کلن شفيق نومې تن ژوبل شوى هم دى.
پوليسو ويلي وروستو مړه شوي او ژوبل شوي کسان ټي ايچ کيو هسپتال ميرعلي ته وړل شويدي ، پوليس دپېښې ځايې ته رسيدلي او دپېښې پلټنې يې پيل کړيدي.
په شمالي وزيرستان کې په دې وروستيو کې امنيتي وضعه په خرابيدو ده، دتيرو څو مياشتو په مهال دغلته يو شمير کسان په هدفي وژنو کې وژل شوي او ددې ترڅنګ دپولې پورې غاړې افغانستان څخه هم وخت په وخت په امنيتي ځواکونو ترهه ګريز بريدونه ترسره کيږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button