مهم خبرونهنړۍ

امريکا: دميري لينډ په يوه فيکټرۍ کې يو وسله وال تن درې کسان وژلي

 دامريکا دميري لينډ رياست  په يوه فيکټرۍ کې  يو تن په ډزو خپل درې ملګري کارکوونکي وژلي او يو پوليس عسکر يې ژوبل کړيدى.

 دامريکايي ميډيا له مخې  دميري لينډ رياست په يوه فيکټرۍ کې کارکوونکي تن  په ډزو خپل درې ملګري وژلي، پوليسو سره دډزو په تبادله کې 23 کلن بريدکوونکى هم ژوبل

شويدى او دبريدکوونکي په ډزو يو پوليس عسکر هم ژوبل شويدى چې حالت يې تشويشناک ښودلى شي.

23 کلن بريدکوونکى چې دپوليسو لخوا يې پيژندګلو نه ده په ډاګه کړى شوې، ديو نيمې خودکاره تمانچې دلارې ډزې کړي او  بيا دپېښې ځايې ته دپوليسو له رسيدو وروستو په يو ګاډي کې تښتيدلى دى.

 دميري لينډ رياست يو عسکر سره دډزو په تبادله کې  بريدکوونکى ژوبل شويدى، دپېښې وروستو مشکوک تن او پوليس عسکر دعلاج لپاره  هسپتال ته رسول شويدي.

 په پېښه کې دوژل شوو کسانو پيژندګلو د50 کلن مارک الان فريى، چارلس ايډورډ مينيک جى ار31 او 30 کلن  جوشوا رابرټ ويليس په نومونو سره شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button