پاکستانمهم خبرونهنړۍ

ډي ايي خان: ملګرتيا څخه په انکار خواجه سرا وژل شويدى

دخېبرپښتونخوا په ډيره اسماعيل خان ضلع کې دجمعې په ورځ يو تن دملګرتيا څخه په انکار کولو وژلى دى .
دپوليسو له مخې ارشد نومې تن 20 کلن خواجه سرا شيزا په فليټ کې په ډزو سره وژلى خو پوليسو په وخت دهغه په ضد عمليات کړي او هغه يې نيولى دى.
دسرچينو وينا ده شيزا نومې دغه خواجه سرا پخپل فليټ کې هاغه مهال ووژل شو کله چې دشيزا ملګرى دهغه په فليټ کې موجود و، شيزا چې دلامبلو وروستو بهر راووتو نو ارشد نومې تن پرې درې ډزه وکړل چې له امله يې هغه ساه ورکړه.
دډزو دپېښې وروستو بريدکوونکى دپېښې دځايې څخه په تېښته کې بريالى شوى و خو پوليسو وروستو هغه په سيمه کې له يو ګاډي څخه نيولى دى.
دپوليسو وينا ده چې ملزم ارشد په ډي ايچ کيو هسپتال کې ملازم دى او غوښتل يې له شيزا سره ملګرتيا وکړي خو دهغه په دغه خواهش شيزا دغصې څرګندونه او انکار کړى له کوم وروستو چې هغه په خواجه سرا ډزې کړيدي.
له دې وړاندې هم دخېبرپښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کې خواجه سرا دډزو په بيلا بيلو پېښو کې وژل شويدي.
سږکال دمارچ په مياشت کې هم دپېښور په جهنګي محله کې دمانو په نوم يو خواجه سرا چې تعلق يې دملاکنډ سره ؤ، په ډزو سره وژل شوى.
مانو په مبېنه توګه دخپل مړخ له لوري وژل شوى و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button