مهم خبرونهنړۍ

هند کې يو هلک د پبجي ګيم لوبولو څخه په منعې کولو خپله مور وژلې

په هند کې يو شپاړس کلن هلک خپله مور له دې امله په ډزو وژلې چې هغې دى دان لا ين ګيمپ پبجي کولو څخه منعې کولو.
دهندي ميډيا له مخې دپوليسو وينا ده چې دغه هلک دپبجي ګيم لوبولو عادي شوى و ، مور يې له ګيم کولو څخه منعې کولو کوم چې هغه نه دي زغملي او خپله مور يې په ډزو سره وژلې ده.
دپوليسو وينا ده چې هغوي دوژل شوې ښځې مړى دپوسټ مارټم لپاره ليږلى او دهغې ځوې يې نيولى دى.
دپوليسو وينا ده چې دغه هلک خپله مور دخالي په ورځ په په ډزو ويشتلې او بيا يې دهغې مړى دخپل کور په يوه کوټه کې تر دوو ورځو بند کړى و او بيا يې په لويديز بنګال کې خپل پلار، چې يو پوځي دى، خبر کړى دى.
دپېښې رامينځته کيدو په مهال ددغه هلک نهه کلنه خور هم په کور کې موجوده وه، خو هغه خپلې خور ته هم دړکه کړې وه چې دپېښې په اړه دې څوک نه خبروي او دخپلې مور دبويي ناک بدن دګنده بويي پټولو لپاره په کوټه کې خوشبويي هم کارولې ده.
دپوليسو ايډيشنل ډپټي کمشنر عابدي ويلي دغه شپاړس کلن هلک دپبجي ګيم لوبولو عادي و او دوي ته يې ويلي چې مور به دګيم لوبولو څخه منعې کولو په دې وجه يې هغه وژلې ده، دغه هلک دخپل پلار په اندراج شوې وسله خپله مور وژلې ده.
دنهې په شپه چې دهغه دمور دمړي څخه بوې زياتيدل پيل شول نو هغه په دې اړه خپل پلار خبر کړو، پلار يې ګاونډيان راغوښتل او هغوي بيا پوليس خبر کړل.
هلک لمړى دپېښې په اړه ددروغو کومه قيصه بيانوله خو باالاخره يې رښتيا وويل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button