پاکستانمهم خبرونهنړۍ

دلانجمن شخصيت عامر لياقت مړى دخپل کور په کوټه کې وموندل شو

دقامي اسمبلۍ غړى، ټي وي اينکر او لانجمن شخصيت عامر لياقت حسين د49ؤ کلونو په عمر کې دخپل کور په يوه کوټه کې په مړ حالت کې موندل شويدى.
دعامر لياقت حسين دملازم له مخې تيره شپه دهغه طبيعت خراب شوى و، عامر لياقت حسين په زړه کې تکليف محسوسولو.
دسيمه ييزې ميډيا راپورونو کې ويل شويدي عامر لياقت حسين په تشويشناک حالت کې روغتون ته وړل شوى ؤ.
عامر لياقت حسين دکراچۍ خپل کور خداداد کالونۍ څخه دايمبولينس دلارې روغتون ته وړل شويدى.
دپاکستان دجيو ټي وي دراپور له مخې دعامر لياقت حسين ډرايور پوليسو ته دهغه دطبيعت خرابيدو خبر ورکړى او ويلي يې دي چې تيره ورځ دهغه له کوټې څخه دچغو غږونه هم اوريدل شوي وؤ.
دامدادي سرچينو وينا ده کله چې هغوي دعامر لياقت حسين کورته داخل شول نو دکور دننه يو ډرايور موجود او جنريټر روان و، عامر لياقت حسين دبې هوشۍ په حالت کې پخپله بستره پروت ؤ.
امدادي ټيم هغه په سملاسي توګه يو شخصي روغتون ته ورسولو چرته چې دهغه دمرګ پخلى شويدى.
دعامر لياقت حسين دمرګ خبر د قامي دقامي اسمبلۍ روانې غونډې ته په رسيدو دقامي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف په سملاسي توګه غونډه ودرولې او تر 5ؤ بجو پوې ځنډولې ده.
عامر لياقت حسين دتيرې څه مودې راهسې په شخصي ژوند کې دسختو مشکلاتو سره مخ و او دهغه دريم واده په طلاق پاې ته رسيدلى و.
عامر لياقت حسين لمړى واده دډاکټر بشري سره کړى و، چې له هغې څخه يې دوه بچي وؤ، دکومو عمرونه چې د20ؤ کلونو څخه زيات وؤ.
ډاکټر بشري اقبال په کال 2020م کې ددسمبر په مياشت کې پخلى کړى و چې خاوند ورته طلاق ورکړيدى
عامر لياقت حسين دوهم واده دماډلې او اداکارې طوبي انور سره په جولايي کال 2018م کې کړى چې له هغه څخه په عمر کې کمه وه اودغه واده دڅلورو کلونو څخه هم تر کمه وخته پاتې شو.
تيرکال دفرورۍ په مياشت کې طوبي انور هم پخلى کړى و چې هغې دعامر لياقت حسين څخه خلع اخستې خو عامر لياقت يې پرله پسې ترديد کولو.
عامر لياقت حسين دريم واده په کال 2022م کې دفرورۍ په مياشت کې دبهاولپور يوې 18 کلنې جينۍ دانيه شاه سره کړى ، چاچې دروانې مياشتې په پيل کې دقلعې لپاره په سيمه ييزه محکمه کې خواست کړى و.
ددانيه شاه له لوري دطلاق لپاره دخواست جمع کولو وروستو عامر لياقت دهغې مبېنه آډيو او وروستو دانيه شاه هم دعامر لياقت حسين مبېنه آډيو او بيا ويډيوګانې ليک کړې وې او دواړو په يو بل سخت تورونه پورې کړي وؤ.
وروستو عامر لياقت حسين ددانيه شاه څخه بخښنې غوښتې وه او دپاکستان پريښودو اعلان يې کړى و خو هغه دهيواد پريښودو نېټه نه وه اعلان کړې
عامر لياقت په کال 2002م کې دايم کيو ايم په ټکټ دقامي اسمبلۍ چوکۍ ګټلې وه او دمذهبي امورو دمنصب ترلاسه کولو کې هم بريالى شوى و.
دګوند دپاليسۍ په خلاف ورزۍ هغه په کال 2008م کې دايم کيو ايم څخه ويستل شوى و خو وروستو يې غړيتوب پځايې کړى شوى و.
د2018م په ټاکنو کې هم هغه دپاکستان تحريک انصاف په ټکټ يوځل بيا دقامي اسمبلۍ غړى منتخب شوى و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button