پاکستانمهم خبرونهنړۍ

اسلام اباد:ديونېسېف دچارواکې په ګډون دوه زنانه دجنسي زياتي ښکار

دپاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې دملګرو ملتونو دماشومانو ادارې( يونيسيف) يوې چارواکې او يوې بلې شپاړس کلنې جينۍ سره جنسي زياتى شويدى.
دډان ورځپاڼې دراپور له مخې په لمړۍ پېښه کې دسويډن سره تعلق لرونکې ديونيسيف چارواکې دآبپاره پوليسو سره دهغې په کور کې دګمارل شوي هاغه امنيت ساتونکي په ضد دشکايت درج کولو لپاره رابطه کړې چې دهغه سره يې زياتى کړيدى.
دپوليسو له مخې اغيزمنه زنانه په پاکستان کې دلسمې جنورۍ راهسې کار کوي
ددرج کړى شوي ايف ايي ار له مخې څوکيدار ( سيکورټي ګارډ) د11م مارچ راهسې جي 4/6 کې دهغې په کور کې ګمارلى و، هغه يې دملاستې دکوټې کټ ته ورغلى، دهغې دمرۍ خفه کولو هڅه يې کړې او وروستو يې ورسره جنسي زياتى کړيدى.
آپاره پوليسو ويلي مقدمه درج کړې شوې، يو ټيم جوړ کړى شوى کوم چې به دپېښې وروستو دتښتيدلي څوکيدار درک لګوي.
په بله پېښه کې ديوې اغيزمنې جينۍ پلار پوليس خبر کړي چې دهغه لور دنهې دشپې راهسې دکور څخه بې درکه شوې وه.
هغه ويلي دخپلې لور لټون يې پيل کړى و خو ورته ترلاسه شوې نه وه څوک چې سحر پنځه بجې کور ته راستنه شوه، دهغې سره په يوه جوړيدونکې ودانۍ کې يو تن زياتى کړى.
هغې خپل پلار ته ويلي چې دورځې دپيل سره سم په تېښته کې کامياب شوې وه.
دپوليسو يو وياند دپېښې وروستو ويلي دښار پوليس افسر شهزاد نديم بخاري دپېښې نوټس اخستى او پوليسو ته يې دمشکوک تن دنيولو امر کړيدى.
کهوټه پوليسو هغه نيولى او اغېزمنه جينۍ دطبي معاينې لپاره روغتون ته رسول شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button