مهم خبرونهنړۍ

دسپکاوي په بيان دالقاعده دانتقام ددړکې وروستو هند کې سخت امنيتي تدابير

دواکمن ګوند بهارتيه جنتا پارټۍ( بي جى پي) ديو چارواکي له لوري داسلام دستر پيغمبر(ص) په اړه دسپکاوي دتبصرو په غبرګون کې دتندروه ډلې القاعده لخوا دهند نه دانتقام اخستو دخبرداري ليک مخې ته راتللو خه وروستو هند سخت امنيتي تدابير نيولي دي.
د نړيوالې خبري ادارې رايټرز دراپور له مخې ګڼو هندي ميډيا ډلو دالقاعده برصغير ډلې پسې منسوب په شپږم جون دليکل شوي يو ليک خبر ورکړى چې پکې داسلام پيغمبر(ص) دحرمت ددفاع لپاره په هندي رياستونو کې دځانمرګي بريد دړکې شوې وې.
دهند دکورنيو چارو وزارت يو چارواکي ويلي استخباراتي شبکې دالقاعده برصغير له لوري دجاري کړى شوو دړکو دصداقت جاج اخلي
په نوي ډيلي کې دکورنيو چارو دوزارت يو چارواکي ويلي هغوي پوليسو ته امر کړى چې د ولسي اجتماعاتو او يا احتجاج اجازه ورنکړي ځکه هغوي دتندروه ډلې له لوري په نخښه کيداى شي.
هند ته دغه امنيتي خطره دواکمن ګوند بي جى پي يوې وياندې نوپور شرما له لوري په ټي وي ديوې مباحثې په مهال داسلام دپيغمبر(ص) په اړه دتبصرې وروستو پېښه شوې ده.
دنوپور شرما څرګندونو دهند په ګډون دټولې نړۍ په مسلمانانو کې غصه راپورولې او ګڼو اسلامي هيوادونو دهند حکومت په بخښنې غوښتو مجبورولو لپاره په سفارتي کچه احتجاج پيل کړيدى.
دنوپورشرما دګوند غړيتوب ځنډول شوى او يو بل وياند نوين کمار جندال په ټولنيزه ميډيا داسلام ضد تبصرو له امله له ګوند څخه ويستل شويدى.
پوليسو په اترپرديش کې دبي جى پي يو ځوان لارښود په ټولنيزه ميډيا داسلام مخالفه تبصرې په پوسټ کولو نيولى، 50 نور کسان هم نيول شويدي چاچې دنوپور شرما په تبصرو تيره اوونۍ دهند په ځينو برخو کې په مظاهرو کې برخه اخستې.
دهند خارجه وزارت ويلي دسپکاوي ټويټونه او تبصرې په يو ډول هم دحکومت دخيالاتو عکاسي نه کوي.
بي جى پي ګڼو مشرانو غړو ته لارښوونې کړي چې په ولسي پليټ فارم دې دمذهب په اړه دخبرو په مهال له زيات احتياط څخه کار واخلي.
خو دپاکستان، افغانستان، متحده عرب اماراتو، قطر، عمان، انډونيشيا، ملايشيا او ايران دمشرانو له لوري هند په بخښنه غوښتو مجبورولو لپاره دهغوي دسفارتکارانو راغوښتو او دتبصرو په ضد داحتجاج وروستو په هند کې په ولسي غبرګون کې اضافه شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button