پاکستانمهم خبرونهنړۍ

پاکستان ويسټ انډيز ته لمړي ون ډى ميچ کې په پينځوو وکټو ماتې ورکړه

دويسټ انډيز په ضد په دريوو ميچونو مشتمل سيريز لمړى ميچ پاکستان په پينځوؤ وکټو ګټلى دى.
دپاکستان له لوري کپتان بابراعظم غوره اننګز لوبولى او دخپل ون ډى کيرير17مې سنچرۍ جوړولو سره يې دټيم په ګټه کې مهم کردار ادا کړى، دخوشدل خان په اخري اوورونو کې جارحانه بيټنګ ټيم دګټې منزل ته رسولى دى.
ويسټ انډيز دټاس ګټلو وروستو دبيټنګ فيصله کړې کومه چې دملتان په سخته ګرمۍ کې مناسبه فيصله وه.
دګرمۍ او دهوپ په وجه پاکستاني بولرانو په بولنګ کې دستونزو سره مخ شوي دکوم څخه چې ميلمه ټيم پوره ګټه پورته کړې ده.
دويسټ انډيز شايى هوپ غوره بيټنګ کړى او خپله 12مه سنچري يې جوړه کړې ده،هغه د17ؤ چوکو او يوې چکې په مرسته 127 رنز جوړ کړيدي.
دهوپ دشامر بروکس سره د154 شراکتدارۍ دميلمه ټيم په غوره مجموعې جوړولو کې مرسته کړې ده، بروکس 70 رنز جوړ کړيدي
ويسټ انډيز په مقررو 50ؤ اورونو کې 305 رنز جوړ کړي او دهغوي 8 لوبغاړي اوټ شويدي
دپاکستان لخوا حارث روفق څلور لوبغاړي اوټ کړي خو هغه ګران بولر ثابت شوى چاچې په 10ؤ اورونو کې 77 رنز ورکړيدي
دپاکستان مضبوط بيټنګ لاين لپاره د306 رنز هدف مشکل نه و خو پاکستان ته په لمړو اوورونو کې هاغه وخت ضربه ورسيده چې فخرزمان په 11 رنز اؤټ شو
په دې موقعه امام الحق او بابراعظم په ذمه وارۍ سره بيټنګ وکړو او سکور يې مخ په وړاندې بوتلل پيل کړل، دواړوددوهم وکټ لپاره د103 رنزملګرتيا وکړه.
امام الحق که هر څو په 65 رنز اؤت شو خو بابراعظم زياتره دسنګلو په مرسته درنز جوړولو لړۍ دوامداره وساتله او دمحمد رضوان سره يې د108 رنز جوړولو په ترڅ کې دګټې سفر باوري کړو.
بابر خپله 17مه سنچري دنهو چوکو په مرسته مکمل کړه، هغه په 103 رنز اؤت شويدى، محمد رضوان هم غوره بيټنګ کړى او 59 رنز يې جوړ کړيدي.
بابراعظم ون ډى کې ترټولو دتيزې 17مې سنچرۍ جوړولو نړيوال ريکارډ جوړ کړو، هغه ترټولو تيزې اوومې، ديارلسمې، څوارلسمې، پينځلسمې او شپاړسمې ون ډى سنچرۍ هم جوړې کړيدي.
بابراعظم دکپتان په توګه زر ون ډى رنز جوړونکى ترټولو تيز او دوه ځله درې ون ډى سنچرۍ جوړونکى لمړى بيټسمين دى.
دميچ ترټولو زړه پورې اننګ خوشدل خان لوبولى، هغه هاغه وخت پرله پسې درې چکې ووهلې کله چې هدف پوره کول مشکل په نظر راتلل، هغه پخپل جارحانه بيټنګ سره يواځې په 23ؤ بالونو د41 رنز غوره اننګ لوبولو سره هدف اسان جوړ کړو، چې ورسره په سټيډيم کې دموجودو تماشبينو زړونه خوشحاله شول
دپاکستان محمد نواز داخري اوور په دوهم بال په چکې جوړولو سره ميچ پاې ته ورسولو
دويسټ انډيز بولرانو که هر څو ښه بولنګ کړى خو دتجربې دکمي له امله په اهمه موقعه دفيلډنګ سستۍ دبولرانو محنت ضايع کړى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button