مهم خبرونهنړۍ

سعودي: مسجد نبوي کې دنعرو له امله يو پاکستانى زندان ته وليږل شو

د سعودى عرب يوې محکمې په مسجد نبوى(ص) کښې دپاکستان وزيراعظم شهبازشريف او دهغه پلاوي پسې دنامناسبه نعرو وهلو له امله يو پاکستانى وګړي ته ددريوو کلونو دبند اؤ لس زره رياله جرمانې سزا اورولې ده.
په محمد طاهر نومې تن تور دى چې هغه په مسجد نبوى(ص) کې پاکستاني پلاوي سره بدچلن کړى و اؤ داړي ګړي ويډيو يې وروستو بيا په ټک ټاک اپ لوډ کړې وه کومه چې وائرل شوې وه.
محمد طاهر ملک ته دخپلې سزا په ضدپه 30ؤ ورځو کې داپيل کولو حق ورکړى شويدى.
سږکال داپريل د مياشتې په 29مه نېټه دپاکستان دوزيراعظم شهبازشريف دسعودي عرب دسفر په مهال دمدينې منورې ښار په مسجد نبوى(ص) کې دځينو پاريدلو کسانو دډلې له لوري په دوؤ وفاقى وزيرانو مريم اورنګزيب اؤ شاهزين بګټى پسې نامناسبه نعرې وهل شوې وې
ددستاويزاتو له مخې دغه سزا دمدينې دکريمنل کورټ دپينل سرکټ له لوري دټولو ثبوتونو او دسزا شوي تن داعتراف وروستو اورول شوې ده،
محمد طاهر ملک منلې چې هغه ويډيو په يو منعې شوي ځايې کې جوړه کړې او وروستو يې دا پخپل سوشل ميډيا اکاونټ خپره کړې ده.
په عدالتي حکم کې ويل شويدي چې ملزم دمسجد نبوي په انګن کې دپاکستاني چارواکو په ضد احتجاج کړى و او وروستو يې ويډيو په ټک ټاک خپره کړې وه،
په عدالتي حکم کې ليکل شويدي چې دملزم دغه عمل دارټيکل نمبر شپږم سايبرکرايم لاندې يو جرم ګڼلى شي.
دملزم څخه په پېښه کې کارول شوى موبايل هم اخستل شويدى او ددې ترڅنګ حکم شويدى چې په جرم کې کوم اکاونټ کارول شوى هغه دې هم وتړلى شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button