پاکستانمهم خبرونهنړۍ

قلعه سيف الله کې ګاډى کندې ته پريوتى،22 مسافر مړه

دبلوچستان قلعه سيف الله ضلعې کې په کويټه- ژوب لويه لاره ديوې ټريفکي پېښې له امله لږ ترلږه 22 مسافر مړه شويدي

  دضلعي ډپټي کمشنر  حافظ محمد قاسم ويلي  بس خواوشا ددرويشتو کسانو سره لورالايي څخه ژوب ته روان شوى و.

هغه ويلي بس داخترزۍ سره نزدې دغر ه له څوکې څخه لاندې  پريوتى او پکې سورو 22ؤ مسافرو خپل ژوند دلاسه ورکړيدى..

دسرچينو وينا ده داخترزيي ادواله په مقام دمسافرو يو ګاډى سلګونو فټه لاندې ژورې کندې ته غورځيدلى او يو شمير کسان ژوبل شوي هم دي کوم چې په ګاډي کې سخت نښتي دي.
سيمې ييزې انتظاميې دقلعه سيف الله په هسپتالونو کې دپېښې وروستو بيړنى حالت پځايې کړيدى.
بلخوا دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي په دغه پېښه کې دخلکو په مرګ ژوبله دافسوس څرګندونه کړې ده.
له دې وړاندې دشورو په ورځ دګلګت څخه پينډۍ ښار ته روان يو ګاډى دخېبرپښتونخوا په بره کوهستان ضلع کې دمټه بانډه په مقام يوې کندې ته پريوتى چې له امله يې لږ ترلږه درې کسان مړه شويدي او لس کسان نور ژوبل شويدي چې حالت يې نازک ښودلى شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button