مهم خبرونهنړۍ

دامريکايي ميرمنې دداعش ښځو ته دتربيې ورکولو اعتراف

يوې امريکايي  ميرمنې دورجينيا ختيزه سيمه کې  دنړيوالې ترهه ګريزې  ډلې دولت اسلاميه  يا داعش  له لوري په شام کې د100ؤ څخه زياتو ښځو او پيغلو جينکو  دپوځي بټالين منظم کولو او ددې  دمشرۍ کولو اعتراف کړيدى.

دانډيپدڼټ اردو څانګې دراپور له مخې  دامريکا دانصاف محکمې له لوري جاري کړى شوي بيان له مخې 42 کلنې ايليسن فلاک ايکرن، چې اسلامي نوم يې امى محمد ال امريکي دى، منلې ده چې  هغې دداعش مرسته کړې او دهغوي  ښځو او جينکو ته يې دتشدد تربيه ورکړيدى.

 دکېنساس پخوانۍ  اوسيدونکې دغه ميرمن، چې يوه مور هم ده، په يو وخت کې  ښوونکې وه، خو وروستو دداعش دتندلارو لارښوده جوړه شوه او په شام کې يې  په داعش کې دګډون څخه دمخه په ليبيا کې دتندلارو ديوې ډلې مشري کړې وه.

 دغه امريکايي زنانه ته به  داکتوبر په مياشت کې سزا اورول کيږي او امکان دى چې  هغې ته لږ ترلږه دپينځوو کلونو دبند سزا اورول کيدى شي.

ايليسن فلاک ايکرن دحياتياتو زده کوونکې وه، څوک چې شام ته په داعش کې دورګډيدو څخه دمخه ترکيې او مصر ته هم تللې وه.

 هغې دداعش سره په ګډه دشام ښار الرقه کې  دخذيبه ناصيبه نومې  ښځو دبټالين مشري کوله.

دچارواکو وينا ده  دهغې بنيادي کار  ښځو او  ماشومانو ته دکلاشنکوف څخه واخله تر ځانمرګي جيکټونو دهر څيز داستعمال  تربيه ورکول وؤ.

 هغې  دنهې په ورځ دامريکا دورجينيا رياست په يوه محکمه کې  منلې ده چې هغې  دښځو بټالين ته تربيت ورکړى و، خو دعوه يې کړې چې په دې کې  دماشومانو دتشدد تربيه نه ده  ورکړى شوې.

 دسي اين اين له مخې هغې وويل  “مونږ پيغلو جينکو ته په لويه پيمانه تربيه نه ده ورکړې “

 ديادونې خبره دا ده چې  کومو زنانه ؤ دا تربيت ترلاسه کړى ، په هغې کې ځينو په دې مقدمه کې ګواهي ورکړې ده.

 دامريکا دانصاف محکمې له مخې ايليسن ستمبر 2011م څخه مئ 2019م په مهال شام، ليبيا او دعراق په ګډون دګڼو هيوادونو سفر کړى او په ترهه ګريزو فعاليتونو کې ککړه پاتې شوې ده، هغې دداعش ديو فوجي بټالين دمشرې او منتظمې په توګه خدمات ترسره کړيدي، کوم چې دخطيبه نصيبه په نوم پيژندل کيږي، دلته هغې زنانه ؤ ته دخودکاره ډزو داى کى 47، اسالټ رايفلز، لاسي بمونو او ځانمرګي  جيکټونو داستعمال  تربيه ورکړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button