پاکستانمهم خبرونه

خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې څلور ترهه ګر وژل شوي،ايي ايس پي ار

خېبرپښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې دامنيتي ځواکونو له لوري ترسره شوو بيلا بيلو عملياتو کې څلور ترهه ګر وژل شويدي.
دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو څانګې( ايي ايس پي ار) له لوري جاري کړى شوي بيان له مخې دخېبرپښتونخوا دقبايلي ضلعې شمالي وزيرستان په حسن خيل سيمه کې امنيتي ځواکونو په عملياتو کې دوه ترهه ګر وژلي دي.
دبيان له مخې امنيتي ځواکونو په سيمه کې دترهه ګرو دشتون په پټ خبر عمليات ترسره کړيدي او په دغه مهال دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې له وژل شوو ترهه ګرو څخه وسله او ګوله بارود هم ترلاسه شويدي.
دايي ايس پي ار وينا ده وژل شوي ترهه ګر په امنيتي ځواکونو بريدونو کې ککړ وؤ.
همدغه راز دبلوچستان نوشيکې سره نزدې دپرودهـ غر په سيمه کې امنيتي ځواکونو دډزو په تبادله کې دبلوچستان ري پبلک ارمي( بي ار اى) سره تعلق لرونکي دوه ترهه ګر نديم او شهزاد عالم وژلي دي.
په ٥م جون هم دخېبرپښتونخوا دبنو جيل خيل او دشمالي وزيرستان حسن خيل کې دترهه ګرو په ضد عمليات ترسره کړي وؤ چې پکې اووه ترهه ګر وژل شوي وؤ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button