افغانستانمهم خبرونهنړۍ

افغانستان دخوراک په اړه دسخت وضعيت سره مخ هيوادونو کې شامل

دملګرو ملتونو دخوراک دوو ادارو( ايف اى او) او (ډبليو ايف پي) په ټوله نړۍ کې دخوراک دګڼو کړکيچنو په اړه سخت خبردارى ورکړيدى.
دډان ورځپاڼې دراپور له مخې پخپل يو ګډ راپور کې دغو دواړو ادارو دخوراک دکړکيچ څخه دزياتو اغيزمنو سيموو دمرستې لپاره په سملاسي توګه دبشري خواخوږۍ په اساس داقداماتو غوښتنه کړې ده ، چرته چې په راتلونکو څو مياشتو کې دوضعيت نور خرابيدو انديښنه ده.
په راپور کې افغانستان، يمن، نايجيريا، سوډان، ايتهوپيا او صوماليه دسخت وضعيت سره دمخ هيوادونو په فهرست کې شميرل شويدي او پکې ويل شويدي چې په دغو هيوادونو کې خواوشا اووه نيم لکه کسان دولږې او مرګونو سره مخ دى.
د ډبليو ايف پي ايګزيکټيو ډايريکټر ډيوډ بيسلى ويلي ترټولو غريبو اباديو ته دزيان رسيدو ترڅنګ دخوراک نړيوال کړکيچ څخه دلکونو خلکو داغيزمنيدو خطر دى، څوک چې تراوسه له دې څخه ژغورلي دي.
هغه ويلي سري لنکا، انډونيشيا، پاکستان او په پيرو کې چې دوړاندې څخه څه روان دي، هغه په راتلونکي کې دلويو خطرو عکاسي کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button