مهم خبرونه

طالبان به شيعه خاوند او سُني ښځه سنګساروي،دټويټر کارونکى نديم فاروقي

 په ټويټر دنديم فاروقي په نوم يو تن  پخپل يو ټويټ کې ليکلي پنځوس کلن رجب ابراهيمي چې يو  دهزاره ټولنې سره تعلق لرونکى شيعه  او دهغه 40 کلن  کورودانې ګل اندام( چې دسني مسلک سره يې تعلق دى، دواړو 15 کاله دمخه  دخپلې کورنۍ دمرضۍ په ضد په مزار شريف کې دعدالت دلارې شرعي واده کړى و.

هغه ليکلي   دغه دواړه ښځه او خاوند اوس بچي هم لري  او موروپلار دي خو طالبانو هغوي نيولي دي او ويلي يې دي  دهغوي  واده دشريعت په ضد ؤ نو ځکه دواړه به سنګسارولى شي.

په ډاګه دې وي چې  طالبانو په دې وروستيو کې په افغانستان کې په ښځو ګڼ بنديزونه لګولي ،  دشپږم ټولګي څخه پورته جينکۍ يې له ښوونځيو منعې کړي،  ښځو ته يې له کورونو څخه بهر دمخونو پټولو او برقعې اچولو امر کړى، په هوټلونو کې يې  دښځو او سړو په يو ځايې په ډوډۍ خوړلو بنديز لګولى، ښځو ته يې پخپله کابينه   کې ځايې نه دى ورکړى او ورته په حکومتي چوکيو دکار کولو اجازه هم نه ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button