افغانستانمهم خبرونه

ايران کې ريل ګاډى له پاټلۍ څخه غورځيدلى،17 کسان مړه

دايران مينځني ښار مشهد او يزد ترمينځ دتباس سره نزدې يو ريل ګاډى دپاټلۍ څخه راپريوتى چې له امله يې دايراني ميډيا له مخې خواوشا17 کسان مړه شويدي او 50 نور سخت ژوبل شويدي.
دغيرملکي خبري ادارې اى ايف پي دراپور له مخې دملي امدادي ډلې دخدماتو ادارې وياند مجتبي خالدي حکومتي تيليويزيون سره په خبرو کې په ژوبل شوو کې ددولسو حالت تشويشناک دى او روغتون ته رسول شويدي.
دايران دريلوى مرستيال مشر ميرحسن موسوي حکومتي نشراتي ادارې ته ويلي دپېښې ښکار شوي ريل ګاډي کې 348 مسافر سپاره وؤ.
هغه ويلي ريل ګاډى ديو کنستونکي ټريکټر سره له ټکر کولو وروستو له پاټلۍ غورځيدلى.
سحر پينځه نيمې بجې دحادثې ښکار شوي ريلي ګاډي په 11ؤ کې 5 ډبې له پاټلۍ څخه راغورځيدلي دي.
دپېښې ځايې ته امدادي ډلې دايمبولينسونو او هيلي کاپټرو سره رسيدلي دي.
په ايران کې دريل ګاډي دغه پېښه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې تيره مياشت په دغه هيواد کې ديوې ودانۍ راغورځيدو له امله 43 کسان مړه شوي وؤ دکوم وروستو چې دغلته احتجاجونه هم پيل شوي وؤ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button