پاکستانمهم خبرونهنړۍ

اټلي: دچارلي ايبډو بريد سره دتعلق په شک کې ګڼ پاکستانيان نيول شوي

داټلي دترهه ګرۍ دمخنيوي پوليسو او دقانون پځايې کولو کې دمرستې اروپايي ادارې( يوروپول) په 2020م کې دفرانس په چارلي ايبډو رساله دبريد کوونکي تن سره دتعلق په شک کې يو شمير پاکستانيان نيولي دي.
په ډاګه دې وي چې په کال 2020م کې پاکستاني شهريت لرونکي 18 کلن ظهير حسن محمود دچاړو په وار سره دوه کسان ژوبل کړي وؤ، هغه خپل اقدام درسالې له لوري داسلام دستر پيغمبر دخاکو بيا خپرول ګرځولي وؤ.
دنړيوالې خبري ادارې اى ايف پي له مخې داټلي پوليسو وينا ده چې داسټنګ عملياتو دلارې يې اټلي او او ددغه هيواد څخه بهر پاکستاني وګړي نيولي، په چاچې دظهير حسن محمود سره نيغ په نيغه دتعلق تور دى.
هغوي ويلي په ظهير حسن تور دى چې هغه درسالې له لوري داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد صلي الله عليه وسلم دلانجمنې خاکې بيا خپرولو څو اوونۍ وروستو په ټوکيه سره په دوو کسانو بريد کړى و.
ديوروپول دترهه ګرۍ دمخنيوي په فرانس او سپين کې دترهه ګرۍ دمخنيوي دپوليسو سره په ګډه عمليات ترسره کړيدي.
په شمال لويديزه اټلي کې موقعيت لرونکي دجنيوا پوليسو له مخې قاضي دبين المللي ترهه ګرۍ په اړه جرمونو کې ککړو څوارلسو کسانو دنيولو په وارنټ لاسليک کړيدى.
له دې پينځه کاله دمخه دخاکو دخپرولو له امله په 7مه جنورۍ کال 2015م کې دوو فرانسيسي مسلمانانو په پيرس کې دچارلي ايبډو په دفتر ډزې هم کړې وې، په دغه بريد کې درسالې مدير او مشهور خاکه جوړونکي په ګډون دولس کسان وژل شوي وؤ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button