پاکستانمهم خبرونهنړۍ

“که په عمران خان څه وشو زه به ځانمرګي بريد کووم”

دپاکستان تحريک انصاف ګوند دقامي اسمبلۍ يو غړي عطاء الله ايډوکيټ دخپل ګوندپه مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان دڅه کيدو او ورته دزيان رسيدو په صورت کې دځانمرګي بريد کولو دړکه کړې ده.
دتحريک انصاف دقامي اسمبلۍ غړي يوه ويډيو جاري کړې چې پکې هغه ويلي دي که دعمران خان وېښته ته هم زيان ورسيدو نو ملک چلوونکي دې واوري، نه به تاسو يئ او نه به ستاسو بچي
عطاءالله ايډوکيټ ويلي ” که په عمران خان څه وشول نو زه به خودکش حمله کووم” او داسې نور هم ګڼ ځانمرګيان چمتو دي
دتحريک انصاف دکوم لارښود او غړي له لوري دځانمرګي بريد ترسره کولو دا کوم لمړى بيان نه دى له دې وړاندې هم ددغه ګوند غړو پخپلو مخالفينو دځانمرګي بريدونو ترسره کولو خواهش څرګند کړيدى.
دتحريک انصاف په پخواني حکومت کې دهوابازۍ وزير غلام سرور خان وروستو دکشمير کميټۍ پخواني مشر شهريار افريدي هم دځانمرګي بريد دخواهش يوه ويډيو مخې ته راغلې وه.
په دغه ويډيو کې شهريارافريدي ويلي وو که چرې خودکشي حرامه نه وى نو پخپل بدن پسې به يې بارود تړلى او په پارلمان کې په يې ټول منافقان الوځولى و، ترڅو دهاغو خلک بنياد ختم شي چې دهيواد سودا کوي.
دوه دورځې دمخه دکورنيو چارو وزير رانا ثناء الله په يو بيان کې ويلي وو دعدالتي ضمانت ختميدو سره سم به دعمران خان په امنيت مامور عسکر هغه ونيسي.
پخواني وزيراعظم عمران خان دوه اوونۍ دمخه په اسلام اباد کې دحکومت په ضد دهاغه لانګ مارچ په سملاسي توګه دختمولو اعلان کړى و چې ددغه ګوند مشرانو دعوه لرله دحکومت تر خاتمې به په اسلام اباد کې وي، عمران خان حکومت ته په شپږو ورځو کې بيا دسره دټولټاکنو دنېتې دنه اعلانولو په صورت کې اسلام اباد ته دلکونو خلکو سره دواپسۍ دړکه کړې وه خو وروستو عمران خان خپل دغه مهلت واپس واخستو او تر يوې اوونۍ په پېښور کې پاتې شو دکوم وروستو چې داسې ګنګوسې خورې شوې چې ګنې هغه په اسلام اباد کې دنيول کيدو له ويرې اسلام اباد ته نه ستنيږي.
څو ورځې وړاندې دتحريک انصاف ګوند يو لارښود بابراعوان پخپل يو ويډيوي بيان کې دعوه کړې وه چې دبندو کوټو شاته دعمران خان دوژنې سازش روان دى او په اسلام اباد کې دهغه دکور په خواوشا کې ځينې مشکوک کسان ليدل شويدي دکوم له امله چې دعمران خان دژوند لپاره راتلونکې 24 ساعته ډير مهم دي.
دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ دپاکستان تحريک انصاف يو لارښود او پخواني خارجه وزير شاه محمود قريشي په يو بيان کې وويل که حکومت دعمران خان دنيولو هڅه وکړه نو دټول پاکستان څخه به سخت غبرګون مخې ته راځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button