پاکستانمهم خبرونه

دجنوبي وزيرستان ماشوم په داسې ناروغۍ اخته دى چې ډاکټران يې تشخيص نه شي کولى

جنوبي وزيرستان،نورعلي وزير

دجنوبي وزيرستان دشکۍ سيمې اداپنګه سيمې يو12 کلن ماشوم فرمان الله دکروموبلاسټو مايکوسس پشان دناروغۍ ښکار شويدى دکوم له امله چې دهغه دمخ حالت ډير خراب شويدى.

دفرمان الله دپلار سيد رسول وينا ده چې دتيرو پينځوو کلونو راهسې ددې ماشوم دمختلفو ډاکټرانو نه علاج شوى خو هيڅ ښه والى يې ورسره نه دى شوى.
دماشوم دپلار وينا ده چې تردې مهاله ډاکټرانو ددې مرض تشخيص نه دى کړى دکوم له امله چې يې په علاج کې ستونزې پېښې دي.
دفرمان الله نومې دې ماشوم تعلق دقبايلي ضلعې جنوبي وزيرستان د شکۍ ادا پنګه سېمې سره دى او پلار يې يو ډرايور دى.
دفرمان الله دپلار وينا ده دتيرو پينځوو کلونو راهسې دخپل ځوې علاج دبيلا بيلو ډاکټرانو څخه کوي خو په ځوې کې يې څه فرق رانغلى.
هغه وويل دډاکټرانو څخه چې ورته دځوې په علاج کې کاميابي ترلاسه نه شوه نو خلکو ورته دمونو او تعويزونو مشوره هم ورکړه دکوم وروستو چې هغه دهيواد دبيلا بيلا پيرانو، فقيرانو او مليانو څخه دځوې دعلاج لپاره تعويزونه او دمونه کړي خو بيا يې هم ځوې ښه نه شو، تردې چې دبهر هيوادونو څخه يې هم تعويزونه راغوښتي.
دماشوم پلار دا هم ويلي دي چې دمالي ستونزو له امله دخپل ځوې په علاج کولو کې دستونزو سره مخ دى خو دماشوم دعلاج لپاره دزياتو پېسو ضرورت لري.
هغه دخپل ناروغه ځوې دعلاج لپاره دپاکستان حکومت، دجنوبي وزيرستان ډپټي کمشنر او سيکټر کمانډر ساؤتهـ څخه دمرستې غوښتنه کړې ده.
دماشوم پلار وايي تيره ورځ دجنوبي وزيرستان دروغتيا افسر ددې ماشوم سره ليدنه کړې ، دهغه دريکارډ جمع کولو وينا يې کړې او دده دعلاج لپاره يې داعلي چارواکو سره درابطې کولو باور ورکړى خو تر دې مهاله يې لا چا تپوس نه دى کړى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button