افغانستانمهم خبرونه

” کابل څخه دتېښتې په مهال پخوانو افغان چارواکو له يوملين ډالرو څخه کمې پېسې وړې وې”

دامريکايي حکومت څارونکې ادارې له لوري جاري کړى شوي راپور کې ويل شويدي چې تيرکال داګست په مياشت کې دطالبانو په افغانستان کې واک ته درسيدو په مهال دافغانستان دحکومتي بانک له اکاؤنټونو څخه په لسګونو ملينه ډالر ورک شويدي.
دافغانستان دبيارغونې لپاره دامريکا ځانګړي انسپکټر جنرل( سيګار) دپخواني افغان حکومت په چارواکو هيواد څخه دتېښتې په مهال دلسګونو ملينو ډالرو دوړلو دتورونو جاج اخستى، په پخواني افغان ولسمشر اشرف غني په ځانګړې توګه تور پورې کړى شوى و چې هغه کله طالبان کابل ته داخل شول نو هغه او دهغه ملګرو هاغه هيلي کاپټرې ، چې هغه او دهغه ملګرو پکې سفر کړى، دملينونو ډالرو څخه ډک کړي وؤ.
په کابل دطالبانو دناڅاپي قبضې څخه وروستو دميډيا په راپورونو کې تور پورې کړى شوى و چې اشرف غني دکابل څخه دتېښتې په مهال دحکومتي پېسو څخه له 150ؤ ملينو ډالرو څخه زيات پټ کړي وؤ.
داشرف غني دکابل څخه وتلو ته زياتره کسان ديوې داسې پېښې په توګه ګوري چې طالب جنګيالو ته يې کابل ته دداخليدو لپاره لاره هواره کړه او دغسې هغوي په ټول افغانستان قبضه وکړه.
سيګار ته معلومه شوې چې داشرف غني له لوري دملينونو ډالرو پټولو خبره ناممکنه ده خو خو اشرف غني په داسې حال کې وتلى و چې ورسره لږې ډيرې پېسې وې، په راپور کې ويل شويدي خو “ثبوتونه دې خبرې ته اشاره کوي چې په دغو هيلي کاپټرو کې له 500ؤ زرو امريکايي ډالرو څخه زيات نه دي ليږل شوي.
له 30ؤ څخه زياتو پخوانو افغان چارواکو، چې زياتره په مرکزي دفترونو کې پاتې شوي، په دغه اړه غږيدلي او امريکايي پلټونکو ته يې ويلي سامان په هاغو لږ ترلږه دريوو هيلي کاپټرو کې و چې دصدارتي ماڼۍ څخه دتېښتې لپاره کارول شوي.
يواځې په هاغه سوټ کيس چې دصدارتي تحفظ دخدماتو مشر، جنرال قهار کوچي و، دملي امنيت دمرستيال صلاحکار رفيع فاضل په شا رااړول کيدونکې تيله کې پېسې وې، چې سيګار اندازه لګوي په غو تيلو کې به په مجموعي توګه 440، زره ډالره پېسې وې.
نورې پېسې دچارواکو سره وې.
يو پخواني چارواکي سيګار ته ويلي چې دهر يو سره به په جېبونو کې دپينځه زره څخه تر لس زره پورې ډالر وؤ، دچا سره هم په ملينونو ډالر نه وؤ.
دسيګار دغه شميره دپخوانو افغان چارواکو دبيانونو سره يو څه تضاد ضرور لکه، لکه دافغانسان دملي امنيت دپخواني صلاحکار حمدالله محب څخه چې کله په دسمبر کال 20211م کې سي بي ايس نيوز دکابل څخه دوړل شوو پېسو دتورونو په اړه پوښتنه کړې وه نو هغه په ځواب کې ويلي وو “بيخي نه، مونږ يواځې خپل ځانونه ويستلي وؤ”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button