مهم خبرونهنړۍ

دبوريس جانسن په ضد دبې باورۍ تحريک ناکام

دبرطانيې دواکمن ګوند کنزرويټيو ګوند سره تعلق لرونکو دپارلمان په ګڼ شمير کې غړو د”پارټي ګيټ ” سکينډل وروستو دبرطانوي وزيراعظم بوريس جانسن په واک پوښتنې راولاړې کړې وې دکوم وروستو چې دهغه په ضد دبې باورۍ تحريک وړاندې کړشوى کوم چې ناکامه شويدى.
دنړيوالې خبري ادارې اى ايف پي دراپور له مخې 211 دپارلمان غړو دبوريس جانسن په ملاتړ کړى او 148 غړو دهغه مخالفت کړيدى.
د1922 کميټي اف بيک بينچ کنزرويټوز مشر سر ګراهم برينډي دپټې رايې شميرنې وروستو اعلان کړى چې پارلماني ګوند په وزيراعظم باور لري.
دبي بي سي داردو څانګې دراپور له مخې بوريس جانسن دهاغو ملګرو مننه ادا کړې چې دهغه ملګرتيا يې کړې ده او ويلي يې ” اوس مونږ ته دحکومت او ګوند په توګه دمتحد کيدو ضرورت دى”
همدغه راز دبرطانوي خبري ادارې رويټرز دراپور له مخې بوريس جانسن او دهغه عملې په برطانوي پلازمېنه کې هاغه مهال دشرابو دستورې کړې وې کله چې په برطانيه کې دکوييډ-19 دمخنيوي لپاره لاک ډاؤن لګيدلى و، دکوم وروستو چې په برطانوي وزيراعظم فشار سيوا کيدو.
پخواني جونير وزير او په يو وخت کې دبوريس جانسن ايتلافي جيسي نارمن په وزيراعظم بوريس جانسن نيوکه وکړه او وې ويل په واک کې دوزيراعظم پاتې کيدو دووټرانو او ګوندو دواړو سپکاوى کړى.
هغه وويل ” تا دکوويډ لړ کې 10 ډاؤننګ کوڅه کې په ډير ارام دقانون ماتولو دکلچر مشري کړې، حکومت سره لويې اکثريت دى خو کومه اوږدماله منصوبه نه لري “

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button