پاکستانمهم خبرونه

جنوبي وزيرستان کې ېو شمير خلکو دپوليو له قطرو بايکاټ کړى

دجنوبي وزيرستان دشکتويي تحصيل ولس دړنګو شوو کورونو دسروى بحالۍ پورې خپلو ماشومانو ته دپوليو دمخنيوي څاڅکو اچولو څخه انکار کړيدى.
دسيمې خلکو خپلو ماشومانو ته دپوليو دڅاڅکو اچولو څخه دغه انکار په داسې حال کې کړى چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې دپوليو په پېښو کې تر ډيره حده اضافه راغلې چې پکې دزياترو پېښو تعلق دشمالي وزيرستان سره دى.
دشکتويي دشيشن کوټ تنګي شګه سره تعلق لرونکو خلکو داحتجاجي مظاهرې په مهال وويل څو ځله يې دلدها اسسټنټ کمشنر سره دخپلو ړنګو شوو کورونو دسروى دبحالۍ په اړه ليدنې کړي خو هغه دهغوي دجايزو غوښتنو، ضرورتونو او حقونو پرواه نه کوي.
مظاهره چيانو وويل دهغوي 28 کورونه تر دې مهاله دسروى دعمل څخه محروم دي او ترڅو چې ددوي جايزه غوښتنه نه وي پوره شوې ، تر هغې به دپوليو له مهم څخه بايکاټ کوي.
په دې وروستيو کې دشمالي وزيرستان دميرعلي سيمې څخه دپوليو اته کيسونه مخې ته راغلي دي او دخېبرپښتونخوا جنوبي برخې هم دپوليو په اړه زياتې خطرناکې دي.
افغانستان او پاکستان دنړۍ دوه هاغه وروستي هيوادونه دي چې پکې دپوليو ناروغي اوس هم موجود ده

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button