پاکستانمهم خبرونهنړۍ

بنو او شمالي وزيرستان کې 7 ترهه ګر وژل شويدي،ايي ايس پي ار

دخېبرپښتونخوا دبنو په جاني خيل او دشمالي وزيرستان په حسن خيل سيمو کې امنيتي ځواکونو دترهه ګرو دموجودګۍ په خبر عمليات کړي او7 ترهه ګر يې وژلي دي.
دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو څانګې ( ايي ايس پي ار) له لوري دې لړ کې دجاري کړى شوي بيان له مخې دخېبرپښتونخوا دبنو جاني خيل او دشمالي وزيرستان حسن خيل سيمو کې امنيتي ځواکونو دترهه ګرو دشتون په خبر داستخباراتي معلوماتو په اساس مليات کړيدي او په دې مهاله دډزو په تبادله کې اووه ترهه ګر وژل شوي.
دايي ايس پي ار له مخې جاني خيلو کې پينځه او حسن خيل کې دوه ترهه ګر وژل شويدي.
دايي ايس پي ار وينا ده چې دوژل شوو ترهه ګرو څخه وسله او ګوله بارودي هم لاسته راوړل شويدي.
دايي ايس پي ار وينا ده چې ترهه ګر دامنيتي ځواکونو په ضد عملياتو کې ککړ وؤ.
دايي ايس پي ار وينا ده چې سيمه ييزو خلکو دعملياتو ستاينه کړې او دسيمې څخه يې دترهه ګرۍ دلعنت دخاتمې لپاره دکوټلې مرستې باور ورکړيدى.
په دې وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې دتشدد په پېښو او په امنيتي ځواکونو بريدونو کې چټکتيا راغلې ده.
په ډاګه دې وي چې له دې وړاندې په 17 مه مئ هم دشمالي وزيرستان ميرعلي سيمه کې امنيتي ځواکونو دپټو معلوماتو په اساس عمليات ترسره کړي وؤ چې پکې يو ترهه ګر وژل شوى چې پيژندګلو يې دمحمد الطاف په نوم سره شوې وه.
همدغه راز ايي ايس پي ار ويلي وو په 15مه مئ په شمالي وزيرستان کې امنيتي ځواکونو سره دډزو په تبادله کې دتحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي ) دوه مهم او ډير مطلوب ترهه ګر وژل شوي دي.
ايي ايس پي ار دا هم ويلي وو چې د16مې او 17مې مئ په مينځ شپه دشمالي وزيرستان په بويا سيمه کې دامنيتي ځواکونو او ترهه ګرو ترمينځ ډزو کې دوه ترهه ګر رشيد عرف جابر اؤ عبدالسلام عرف چمټو وژل شوي وؤ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button