مهم خبرونهنړۍ

دامريکا په دريوو ښارونو کې دډزو پېښې،9 کسان وژل شوي، په لسګونو ژوبل

دامريکا په دريوو ښارونو کې رامينځته شوو دډزو پېښو کې لږ ترلږه نهه کسان وژل شوي او خواوشا دوه درځنه نور ژوبل شويدي.
دخالي په شپه او اتوار په ورځ رامينځته شوې دډزو دغه پېښې دټوپک په تشدد پسې تړلې هاغه کړکيچ دى چې امريکايي قانون سازان او حکومت يې په کشمکش کې اچولى.
په فلاډيلفيا کې ددوو سړو ترمينځ دخالي په شپه تاوتريخوالى تر ټوپک پورې ورسيدو دکوم په مهال چې دخلکو څخه په ډک يو بار او ريسټورنټ کې ګولۍ وچيدلې چې له امله يې درې کسان ووژل شول او دولس نور ژوبل شول، دپوليسو وينا ده دډزو له امله په سيمه کې ويره ترهه خوره شوې او خلک دسيمې په تېښته مجبور شويدي.
همدغه راز دپوليسو وينا ده چې په چيټانيګو، ټينسي کې دنيمپې شپې وروستو ديو بار سره نزدې دډزو په يوه پېښه کې درې کسان وژل شوي او 14 نور ژوبل شويدي.
همدغه راز دپوليسو له مخې داتوار په سحر وختي دډزو په يوه بله پېښه کې درې کسان وژل شوي او دوه نور په سګي ناو،ميشي ګن کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شويدي.
دپوليسو وينا ده چې دلمړو دوو پېښو په پرتله چې پکې هاغه لارو ته زيان رسيدلى چې دډزو سره يې تعلق نه وؤ، دمشين ګن په ډزو کې پينځه واړه کسان په پېښه کې ککړ وؤ.
داتوار تر ماښامه ددغو ډزو په پېښه کې تر دې مهاله کوم ککړ تن نه دى نيول شوى.
دامريکا په دريوو ښارونو کې دډزو دغه پېښې په داسې حال کې رامينځته شوي چې له دې وړاندې هم دنيويارک په بفيلو کې دسودسودا په يو دوکان کې په ډزو کې لس کسان وژل شوي وؤ،٢١ کسان په ټيکسس کې په يو ښوونځي دبريد په مهال وژل شوي وؤ اؤ څلور نور په اوکلاهوما کې په يو روغتيايي ودانۍ کې وژل شوي وؤ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button