مهم خبرونهنړۍ

دبي جى پي دوياند په اسلام مخالفه بيان اسلامي نړۍ کې غصه

په هند کې دواکمن ګوند بهارتيه جنته ګوند دوو ويندويانو له لوري داسلام دپيغمبر دستر پيغمبر حضرت محمد(ص) په اړه دسپکاوي په بيانونو ورکولو دهند په ګډون دټولې نړۍ مسلمانان دغم او غصې څرګندونه کوي او په ټولنيزه ميډيا له هند څخه دپريکون يا بايکاټ مهم چلولى شي.
دبي جى پي په ضد ددغه څرګندونه تيره مياشت دټي وي په مباحثه کې دبي جى پي وياندې نوپور شرما او بيا دډيلي ميډيا څانګې مشر نويد کمار جندال د په مايکرو بلاګنګ ويب سايټ داسلام دپيغمبر په اړه دسپکاوي دلفظونو دکارولو وروستو پيل شويدي.
په دغو بيانونو دټولې نړۍ داسلامي هيوادونو له لوري دغندنې پيغامونه جاري کولى شي او بي جى پي دګوند ددواړو غړو دغړيتوب ځنډولو اعلان کړيدى.
وزيراعظم شهبازشريف دبي جى پي دلارښودانو له لوري دسپکاوي دبيانونو غندنه کړې ده.
وزيراعظم شهبازشريف پخپل يو ټويټ کې ليکلي زمونږ دخوږ پيغمبر په اړه دبيان په سختو ټکو کې غندنه کووم
هغه ليکلي مونم بيا بيا دا ويلي دي چې دمودي په واک کې هند مذهبي ازادي ختموي او دمسلمانانو سره بده رويه ساتي.
دپاکستان خارجه وزارت هم دغندنې په بيان کې ويلي دبي جى پي دغړو لفظونو سره دپاکستان په ګډون دټولې نړۍ دمسلمانانو جذبات مجروح شويدي.
په يو بيان کې خارجه وزارت ويلي په هند کې مسلمانان په منظم ډول بدنامولى شي.
د خارجه وزارت له مخې دګل په ورځ په اسلام اباد کې دهند ناظم الامور خارجه دفتر ته غوښتل شوى او ورته ويل شوي چې دهندي چارواکو بيانونه په بشپړ ډول دمنلو وړ نۀ دي.
بيان کې ويل شوي ناظم الامور ته ويل شوي چې دهندي لارښودانو په ضد دې د فيصله ييز او دعمل جوګه اقدام دلارې هغوي دځواب ورکولو لپاره مجبور کړى شي.
دطالبانو حکومت هم دغندنې په په يو بيان کې په هند ټينګار کړى چې دغه شان متعصبو کسانو ته دې داسلام ددين دسپکاوي کولو سره دمسلمانانو دجذباتو دپارولو اجازه نه ورکوي.
داسلامي هيوادونو دهمکاريو ډلې په يو بيان کې ويلي په هند کې داسلام په ضد کرکه ددې دبدنامولو د تند شوى مهم برخه ده.
دسعودي عرب خارجه وزارت په يو بيان کې ويلي” سعودي عرب داسلام ددين دمقدسو هستيو توهين تل رد کړى، نن يې هم دا دريځ دى او اينده به هم وي. ”
بيان کې ويل شوي سعودي عرب د ټولو مذهبونو دمقدسو شخصياتو او مذهبي علامتونو توهين ردوي.
همدغه راز دعمان مفتي اعظم شيخ احمد بن حدالخليلي په ټويټر دبي جى پي دوياند دبيان غندنه کړې ده.
دعمان مفتي اعظم شيخ احمد بن حمد الخليلي له لوري جاري کىړ شوي بيان کې ويل شويدي په هند کې واکمن انتها خوښي ګوند حکومتي وياند دپيغمبر اسلام(ص) او دهغه دپاکيزه کورودانې ام الامومنين عايشه رضي الله عنها په ضد ګستاخانه او فحش ژبه دهر يو په ضد يوه جګړه ده، دا دځمکې ختيځ او لويديز کې يوه داسې معامله ده چې دټولو مسلمانانو څخه ديو قام په توګه دراپورته کولو تقاضا کوي.
ددې ترڅنګ دعمان مفتي اعظم دهندي مصنوعاتو دپريکون خواست هم کړيدى.
کويت او قطر کې خارجه وزارت دهند سفيران غوښتي او احتجاجي نوټسې يې ورته ورکړيدي.
په هند کې مظاهرې
دجمعې په ورځ دهند شمالي رياست اترپرديش په کانپور ښار کې دسپکاوي په ضد دتشدد څخه دډکو مظاهرو په مهال لږ ترلږه 40 کسان ژوبل شويدي.
پوليسو دمظاهريو په ضد درې مقدمې درج کړي او لږ ترلږه 36 کسان يې نيولي دي.
داسلام دستر پيغمبر په ضد دسپکاوي څخه په ډک بيان ورکولو دنوپور شرما په ضد دهند په ګڼو تاڼو کې دخلکو په شکايت مقدمې درج کړى شوي خو په ضد يې تر دې مهاله کوم اقدام نه دى شوى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button