پاکستانمهم خبرونه

شمالي وزيرستان کې ددوو کسانو مړي موندل شوي

دافغانستان پولې ته نزدې دخېبرپښتونخوا قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې ددوو کسانو مړي ترلاسه شويدي.
دسرچينو وينا ده چې ددواړو کسانو مړي په سول هسپتال کې پراته دي چې پيژندګلو يې دپيراخان دځوې صلاح الدين او ميرکلام دځوې لعل الدين په نومونو سره شوې ده دکومو دوارثانو لټون روان دى.
دسرچينو وينا ده چې ددواړو وژل شوو کسانو تعلق دجنوبي وزيرستان دتيارزه دمانتويي بدر سيمې سره دى.
دامنيتي سرچينو په وينا دغه دواړه کسان دافغانستان په پوله په غيرقانوني ډول داوړيدو په مهال په ډزو ويشتل شويدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button