مهم خبرونهنړۍ

بنګله ديش: داور لګيدو وروستو ګڼې چاودنې،43 کسان مړه،300 ژوبل

  دچارواکو وينا ده  دبنګله ديش  په يو ګودام کې داور لګيدو په پېښه کې  لږ ترلږه 43 کسان وژل شوي او له 300ؤ څخه زيات نور ژوبل شويدي.

 داور لګيدو دغه پېښه دچټاګانګ څخه 40 کلو ميټره لرې په سيتاکونډه سيمه کې دخالي په شپه  دکنټينر  په يو ګودام کې رامينځته شوې ده چې  ورسره ګڼې چاودنې شويدي.

 دچيټاګانګ مشر ډاکټر الياس چوهدري  الجزيره ته وويل  دمړو شميره 43ؤ ته رسيدلې او زياته يې کړه چې داور او وروستو رامينځته شوو چاودنو له امله 300 کسان  ژوبل شويدي

 په ژوبل شوو کسانو کې   دوژونکې عملې هاغه غړي هم شامل دي چې دپېښې په ځايې کې يې داور وژلو هڅه کوله.

دغه کارکوونکي  وروستو درامينځته شوو چاؤدنو له امله ژوبل شويدي.

  دپوليسو وينا ده چې  داوروژونکې عمله داتوار په سحر هم  داور مړ کولو هڅې کوي.

 دسيمه ييزو خلکو وينا ده چې د چاودنو له امله دنزدې  کورونو شيشې ماتې شويدي.

 دچيټاګانګ سول سرجن محمد الياس حسين په ټولو ډاکټرانو ټينګار کړى چې  په دغه وضعيت کې مرسته وکړي  او ددې ترڅنګ يې په بيړني ډول دوينې دعطيې غږ هم کړيدى.

په سملاسي توګه نه ده په ډاګه چې داور لګيدو علت څه و.

 داور دخدماتو  عملې وينا ده  هغوي شک کوي چې دا اور  دهاغه کنټينر څخه لګيدلى وي چې پکې هايډورجن پيروکسايډ و او بيا سملاسي نورو کنټينرو ته خور شويدى.

 دسيمه ييزې ميډيا له مخې  دکنټينرو په دغه ګودام کې خواوشا پينځه زره کنټينرې  وي  کوم چې  ددرامد او برامد دسامان لپاره کارول کيږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button